سوریه: شل تنه سوله ساتي ځواکونه برمته شوې دي
۱۳۹۱ اسفند ۱۷, پنجشنبه
د ملگرو ملتونو د ویاند مرستیال ایدواردو دیل بییې، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هغوی ۲۰ تنه ځواکونه یرغمل نیول شوې دي چې د گولان د لوړو د امنیت ساتلو مسوولیت یې پر غاړه لاره.
دیل بییې وویل چې سوله ساتو ځواکونو خبر ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ وختي شاوخوا ۳۰ تنو جنګیالیو له هغې سیمې څخه چې غیر پوځي اعلان شوې ده ۲۰ تنه سوله ساتي ځواکونه برمته کړي دي. د هغه په خبره برمته شوي کسان د یوه اکمالاتي ماموریت په جریان کې ول. دیل بییې ټینګار وکړ چې دغه کسان یوې ویجاړې شوې پوستې ته نزدې برمته شوې دي.
د ملگرو ملتونو د ویاند مرستیال وړاندې وویل چې اوس به سیمه ته یوه نوې ډلې واستول شي چې پېښه له نزدې وڅیړي او په یوه اقدام لاس پورې کړي. دا په داسې حال کې ده چې لندن میشتې د سوریې د بشري حقونو سازمان دوه ویدیوگانې خبرې کړې دي چې په کې د Yarmouk Martyr's Brigade ډلې غړي ښوول شوي دي. دغې ډلې د برمته کوونې پړه پر غاړه اخیستې ده. برمته نیول شوې سوله ساتي ځواکونه له فلیپین څخه دي. د هغوی یرغمل کوونکي غواړي چې د سوریې د رژیم پلوي ځواکونه د «جماله» په نوم سیمه پریږدي.
«ویروونکی وضعیت»
په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چوکین، گواښ کړی دی چې د «ګولان لوړو» کې د یاغیانو د یوې ډلې فعالیت، په دې سیمه کې د سولې ماموریت له گواښ سره مخامخ کړی دی.
اسراییلو په ۱۹۶۷ کال کې د «ګولان لوړو» سیمه له سوریې څخه ونیوله. د ملگرو ملتونو د ۱۹۷۴ کال د پریکړې له مخې د سوریې ځواکونه په دغه سیمه کې د عملیاتو اجازه نه لري او د ملگرو ملتونو سوله ساتې ځواکونه باید د هغې امنیت ټینگ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د د تیرکال په دسمبر میاشت کې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د سوریې رژیم د ۱۹۷۴ کال د تړون په ماتولو تورن کړ. بان د سوریې تر څنگ پر اسراییلو باندې غږ وکړ چې پر غیرې پوځي سیمه باندې توغندي و نه توغوي.
د سوریې د کډوالو شمیر یو میلیون ته ورسید
د چهار شنبې په ورځ یوه ۱۹ کلنه سوریایي میرمن د دغه هیواد یو میلیونمه کډواله وه چې له ملگرو ملتونو سره ثبت شوه. هغې خبریالانو ته وویل چې غواړي بیرته سوریې ته ستنه شي. هغې همداراز د سوریې د کډوالو له پاره د کاري زمینو له نه شتون څخه سر ټکولی وو.
په سوریې کې له څه نا څه دوه کلونو راهیسې جګړه روانه چې تر اوسه په کې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او له یوه میلیون څخه ډیر نور کسان بیځایه شوي دي.