1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرهڼي وزارت د موبايل له لاري زراعتي پورونه ورکوي

۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د کرهڼي وزارت د لومړي ځل لپاره د هيواد يو شمېر بزګرانو ته د ګرځنده ټليفون( موبايل) له لاري د کرهنيزو پورونو د ورکولو پروگرام پيلوي. دغه ګام د افغانستان په تاريخ کي تر ټولو بي ساری بلل سوی.

https://p.dw.com/p/12lmh
انځور: AP

په دي برخه کي د کرهني وزارت د زراعتي پراختيا صندوق او روشن مخابراتي شرکت تر منځ چي د پورونو د ورکړي د دغي نوي تکنالوژۍ په برخه کي اسناتياوي برابروي هوکړه سوې ده.

د کرهڼي وزارت د كرهڼي پراختيايي صندوق د روان کال د ميزان پر لسمه د روشن شبکې له   M-Paisa سره چي د پيسو د ليږدولو تر ټولو لومړنی خداماتي سيستم دی، د پيسو د چټك ليږد تړون امضاء، او د M-Paisa په وسيله د موبايل له لاري د پور وركوني د سيستم د رامنځ ته كيدوخبر وركړی.

د کرهڼي د پراختيا صندوق به د افغانستان د ختيځو سيمو كروندګروته دا زمينه برابره كړي، چي خپل پورونه په آسانه او خوندي ډول تر لاسه کړي.

د کرهڼي وزارت چارواکي وايي، چي دوی به د دغه سيستم کارنده توب ته ګوري  او که چيري څرګنده سوه، چي سم کار ورکوي نو دوی به د ملک ټولو کروندګرو ته د ورته مالي ملاتړ زمينه برابره کړي.

دا پروسه به د كرني د سكتور د پراختيا لپاره پوره مرسته وكړي، او د كرهڼي وزارت ژمن دی، چي دا خدامات به په راتلونكي كي د ټولو افغانانو لپاره چمتوكړي.

د کرهڼي وزارت د قرضې د سيسټم د موبايل د حوالي مدير ظاهر خواجه وويلدا د کرهڼي وزارت د کرهڼي د پراختيا د صندوق (ADF) يو نوښت دی، چي د كرهڼي، ابو لګوني او مالدارۍ وزارت له خوا را منځ ته سو، تر څو د ټولو كرونګور مالي ستونزي له منځه يوسي».

د کرهڼي  وزارت د کرهڼي پراختيا صندوق د امريکا د نړيوالي پراختيايي ادارې په مالي لگَښت، چي په لومړي ګام کي سل  مليونه امريکايي ډالره اټکل سوي، رامنځ ته سوی او موخه يي، هغو بزګرانو ته چي حلال کښتونه کري، د کرهڼيزو لنډ او اوږد مهالو پورونو ورکول دي.

ويل سوي، چي دغه سيستم به د ۵۰۰ په شاوخوا كي د بيلابيلو ولاياتو كرونګرو ته چي د د ننګرهار، لغمان او كونړهم پکښي شامل دي، د موبايل له لاري د پور د ور كولو اسانتيا را منځ ته كړي او له دي وړانديزونو څخه به بزګر برخه من شي.

د افغانستان د کرهڼي وزارت د کرهڼيزو پورونو د پروګرام مشر جان استرادا، دغه ګام د افغانستان د کرهڼي په تاريخ کي هغه ملک چي اتيا سلنه خلک يي په دغه کاروبار بوخت دي ډير اغيزناک وباله.

هغه وويل: « دا پروګرام به د(M-Paisa) د سيستم له لاري د پورونو د وركولو او اخيستلو رواج رامنځ ته کړي، دا پروژه به ورو ورو د افغانستان له ختيځ څخه سويل، لويديځ او شمال ته هم پراخه سي».

د يادولو وړ ده، چي ډيری افغان بزګران د خپلو کرهڼيزو فارمونو د پراخولو او ودي لپاره له حکومت څخه د مالي مرستي غوښتنه کوي.

هغوی وايي که چيري حکومت د دوي لاس نيوی وکړي او د نوي تکنالوژۍ په برخه کي ورسره مرسته وکړي، دوي به  خپل کاروبار ته وده ورکړي او د حکومت د اقتصادي ملاتړ په برخه کي به يي عمده رول لوبولی وي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل