د کابل په بریدونو کې د پاکستان د ښکېلتیا اسناد وړاندي کیږي
۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبهله څو وزیرانو جوړ یو افغان هيئت د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره ویني، څو له اسلام آباد څخه د طالبانو پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړي. ولسمشر غني تر دې دمخه ویلي ول چې د پاکستان راتلونکې اقدامات به روښانه کړي چې د دواړو هیوادونو اړیکې پر کوم لور روانیږي.
په دغه هيئت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی او د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل شامل دي. د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي، ویلي دي چې استازي به له پاکستان څخه د ریښتینو اقداماتو غوښتنه وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر کابل باندي وروستي بریدونه ځينو پاکستاني پوځیانو پلان کړي ول او د حقاني ترهګري ډلي له خوا ترسره شول. په دغو بریدونو کې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول او په سونو نور ټپیان شول.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني، ویلي دي: «دغه افغان هيئت به له لومړي وزیر نواز شریف او د هغه د ملي امنیت له مشاور سرتاج عزیز سره وویني.»
هغه روښانه کړې ده چې د کابل استازي به پاکستاني چارواکو ته داسي اسناد وړاندي کړي چې د کابل په وروستیو بریدونو کې د پاکستان ښکېلتیا ثابتوي.
افغان هيئت به د پاکستان له پوځي چارواکو سره، چې کارپوهان وایي د دغه هیواد بهرنی سیاست کنترولوي، ملاقات نه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ویلي دي چې د پاکستان راتلونکي اقدامات به روښانه کړي چې د کابل او اسلام آباد اړیکې به پر کوم لور رواني شي.