1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان استازی له کوم پيغام سره پاکستان ته ځي؟

۱۳۹۴ مرداد ۲۲, پنجشنبه

ولسمشرۍ مانۍ ته یوې نزدې سرچینې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې افغان استازی د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته له یوه روښانه پیغام سره ځي: د طالبانو ملاتړ بند کړئ او مشران يې له پاکستانه وشړئ.

https://p.dw.com/p/1GEpz
انځور: ARG

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ پر پاکستان باندي سختي نیوکې وکړې او ویې ویل چې ډېر ژر به روښانه شي چې د اوږدې مودې له پاره به د کابل او اسلام آباد اړیکې څرنګه وي. هغه وویل چې د پنجشنبې په ورځ به یو افغان استازی اسلام آباد ته سفر وکړي چې د کړو ژمنو په برخه کې عملي اقداماتو غوښتنه وکړي.

د دوشنبې د ورځې خبري د اسلام آباد پر وړاندي د افغان ولسمشر تر ټولو سخت دریځ وو. هغه تر دې مخکې ویلي ول چې پاکستان او افغانستان په یوه نه اعلان شوې جګړه کې دي خو د دوشنبې په ورځ یې لهجه تر پخوا ډیره تونده وه او ویې ویل چې کابل د «سولې پیام استوي خو له پاکستانه بیا د جګړی پیغام رسیږي».

دا یوازې ولسمشر غنی نه دی چې د پاکستان پر وړاندې یې انتقادي لهجه خپله کړې ده. د هغه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امرکا متحدو ایالاتو له سفیر مایکل کینلي، سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د تیري اوونۍ ترهګریز بریدونه د «پاکستان بې تفاوتي» وبلله.

د ملي امنیت ادارې خو بیا تر دې هم سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د کابل د تیري اوونۍ د بریدونو په پلان کې ځينو پاکستاني پوځیانو او حقاني شبکې لاس لاره.

د دغي ادارې ویاند حسیب صدیقي، ټینګار وکړ چې طالبان کومه افغاني پدیده نه ده او په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د نیابتې جګړه وسیله بلل کیږي. هغه ادعا وکړه چې د دې خبري له پاره شواهد لري چي بهرنیو هیوادونو هم هغه تائید کړې دي.

عام افغانانو هم په ټولنیزو شبکو کې د پاکستان ضد کمپاینونو پيل کړي دي. ځينو له افغان حکومته غوښتي دي چې له پاکستان پر واردېدونکو موادو بنديز ولگوي. ډېر افغانان چې د افغانستان د ناامنیو تر شا د پاکستان لاس بولي، د دغه هیواد د پوځ پر ضد شعارونه په خپلو ټولنیزو شبکو کې شریکوي.

د افغانستان د چارو کارپوه برهان عثمان، وایي هغه څه چې له افغانستان څخه پر پاکستان باندي د نیوکو په برخه کې بدل شوي دي دا ده چې اوس پخپله ولسمشر هم پر دغه هیواد باندي نیوکې کوي. دا هغه څه ول چې پخواني ولسمشر حامد کرزي کول.

عثمان وویل: «ولسمشر غني تر دې مخکي د باکستان پر وړاندي د نرمي او همکاري لهجې له خپلولو سره یو څه ستونزي پیدا کړې.» هغه روښانه کړه چې د ولسمشر غني په موقف کې بدلون د کابل د وروستیو بریدونو په سبب راغلی: «غني اوس د هغه څه پر وړاندي چې دی یې په افغانستان کې د پاکستان نه اعلان شوې جګړه بولي، نارضایتي ښيي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب