د کابل بانک ۲۵ سلنه سرمايه بيرته موندل سوې ده
۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعه
په دې اړه سړی کولای شي د کابل بانک بیلگه راولي چې د ادارې فساد او د حساب ورکوونې د نه شتون له کبله ډیوالي شو.
د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو په لومړي وار ويلي دي چې د کابل بانک د ورکي شوې سرمایې څخه یې ۱۷۳ میلیونه ډالر موندلي دي.
پر دې سربیره په کابل کې د ۴۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د دغه بانک د پوروړو کسانو دارایي هم د دولت له خوا پلورل شوي دي چې په دې ترتیب سره به په نزدې راتلونکې کې د کابل بانک د ورکي شوې سرمایې له جملې څخه شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالره بیرته وموندل شي.
د افغانستان د مرکزي بانک رئیس نورالله دلاوري، وایي چې دغه پیسې په افغانستان او له دغه هیواد څخه دباندي د کابل بانک د پوروړو کسانو د دارايانو د پلورلو له لاره ترلاسه شوي دي. هغه ټینگار کوي چې د کابل بانک د نورو وروکو شوو پیسو د موندلو له پاره هلې ځلې روانې دي.
دلاوري رسنیو ته وویل: «پر دې سربیره د کابل بانک پوروړو کسانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د درو او یا هم پنځو کلونو په ترڅ کې د کابل بانک نور ۱۷۸ میلیونه پورونه هم بیرته ورکړي.»
ویل کیږي چې د کابل بانک په ډیوالي کیدو کې یو شمیر لوړپوړي دولتي چارواکو او د هغوی خپلوانو لاس لاره. که څه هم چي ویل کيږي چې د کابل بانک هغه مسئولین به محاکمه شي د دغه باندي د ډیوالي کیدو سبب گرځېدلي دي، خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی شوی.
دلاوري له دې څخه ډډه وکړه چې د کابل بانک د لویو پوروړو کسانو نومونه واخلي هغه وویل: «لازمه خبره نه ده چې موږ د کابل بانک د پوروړو کسانو نومونه واخلو. موږ په دې برخه کې قانوني محدودیتونه لرو. موږ باید د بانک د پیریدونکو محرمیت وساتو.»
که څه هم کابل بانک تر ډیوالي کیدو وروسته خپل اعتبار له لاسه ورکړ او خلکو ورڅخه په یو وار خپلي پېسې راوایستلې، خو اوس هم دغه بانک د افغانستان د مرکزي بانک له خوا اداره کیږي او خپل ډیر اعتبار یې هم ترلاسه کړی دی.
په دغه بانک کي ډیر شمیر کسانو یو وار بیا خپل حسابونه فعاله کړي دي او له لارې یې تجارتي معاملې کوي. له دغو کسانو څخه محمود کریمي. دویچه ویله ته وویل: «زه له څو کلونو راهیسې په کابل بانک کې حساب لرم. کله چې دغه بانک ډیوالي شو، ما له خپل حساب څخه پیسې وایستلې خو خپل حساب مې و نه تاړه. اوس چې کابل بانک یو وار بیا اعتبار پيدا کړ، ما بیا په خپل حساب کې پیسې اچولي دي.»
خو ښايي ټول افغانان په دې نظر نه وي. په افغانستان کې د کابل بانک د ډیوالي کیدو موضوع د دغه هیواد له ډیرو اوسیدونکو سره د بانکي سیستم په اړه پوښتنې راپورته کړې.
د چارواکو په خبره له کابل بانک څخه ټول ټال ۹۲۵میلیونه ډالره ايستل شوي دي. په نوو موندل شویو پېسو سره اوس د دغه بانک نزدې ۲۵سلنه ورکه شوې سرمایه بیرته راټوله شوې ده.
کابل بانک په افغانستان کې لومړنۍ او تر ټولو لوی خصوصي بانک وو، چې دوه کاله دمخه د اداري فساد له کبله ډیوالي شو او تر هغه وروسته بیا د افغانستان مرکزي بانک د دغه بانک چارې په لاس کې ونیولې.