د ولایتي شورا گانو د صلاحیت محدودول فساد ډیرولی شي
۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبهولایتي شوراگانو په وروستیو اوونیو کې په کابل کې څو مظاهرې په لاره اچولې دي. په دغو ټولو مظاهرو کې غوښتل شوي دي چې د ولایتي شوراگانو څارنیز صلاحیت باید بیرته ورکړل شي.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني، ژمنه کړې ده چې د دغو شورا گانو په قانون کې به بدلون راولي او څارنیز صلاحیت به بیرته ورته ورکړي خو د ولایتي شوراگانو استازي ټینگار کوي چې ولسمشر باید په یوه تقنیني فرمان کې دغه کار وکړي.
اوس مهال په افغانستان کې د ولایتي شوراگانو دروازې تړلې دي او استازي یې وایي تر هغه وخته پورې چې ولسمشر پر سیمه ییزو ادارو باندې د څارنې صلاحیت د یوه تقنیني فرمان په ترڅ کې بیرته دغو شورا گانو ته ور نه کړي نو خپل کار به پیل نه کړي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د شفافیت د څار سازمان په کابل کې یو کنفرانس جوړ کړ چې په کې ټینگار وشو چې له ولایتي شوراگانو څخه د څارنې صلاحیت اخیستل په ولایتي ادارو کې د فساد د کچې د لوړیدو لامل کیدای شي.
د دغې ادارې اجرائیه رییس سید اکرام افضلي، وویل: «موږ په دې باور یو چې د ولایتي شوراگانو څارنیز نقش د سیمو، ولایتونو او ولسوالیو په کچه د فساد په له منځه وړلو او د خدماتو د کچې په لوړولو کې ډیر ارزښت لري.»
محدود صلاحیتونه
په وروستیو وختونو کې د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو ادارې اعلان کړی دی چې ولایتي شوراگانو ته به په مشخصو برخو کې د څارنې صلاحیت ورکړل شي. د دغې پریکړې له مخې ولایتي شورا گانې د پروژو له تطبیق او د بودجې د مصرفیدو پر سر څارنه کولای شي.
د پلان له مخې به دغه صلاحیتونه د ولایتي شوراگانو د قانون په مسوده کې شامل او بیا د تصویب له پاره پارلمان ته واستول شي.
له بلې خوا د شفافیت د څار سازمان ویلي دي چې که له ولایتي شوراگانو څخه څارنیز صلاحیت واخیستل شي نو د پروژو کیفیت به ټیټ شي او دغه ارگان به یوازې یو سمبولیک حیثیت ولري.