د مونشن تر برید وروسته نړیوال غبرګونونه
۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبهد مونش ښار په اولمپیا سوداګریز مرکز کې د یوه ۱۸ کلن ایراني الاصله آلماني له خوا تر برید وروسته چې د هغه په ګډون په کې لس کسان ووژل شول، په نړیوالواله کچه غبرګونونه راوپاریدل.
له اروپا مشرانو نیولې بیا د امریکا متحده ایالاتو تر ولسمشریز نوماندانو پورې، ټولو د دغه برید له کبله آلمان سره غم شریکې ښوولې ده.
ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې آلمان د امریکا متحده ایالاتو یو تر ټول نزدې شریک دی او دغه هیواد به له برلین څخه هر ډول ملاتړ وکړي.
په دې اړه نور مطالب:
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په خپل تویتر ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «همدا اوس مې له خپل آلماني سیال فرانک والتر شتاین مایر سره خبرې وکړې او هغه ته مې د مونشن د برید د قربانیانو له کبله خپل تسلیت وړاندې کړ.»
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فیدریکا موګیریني، هم د مونشن د برید په اړه په خپل تویتر پاڼه کې یو پیغام خپور کړی دی. هغې ویلي دي: «د برید د قربانیانو، د هغوی کورنیو او د آلمان د ټول خلکو په فکر کې یو. اروپا متحده ده.»
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، هم د مونشن برید پر وړاندې غبرګون ښوولي دي او د پیښې د قربانیانو یادونه یې کړې ده. هغه په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «موږ په مونشن کې د ویروونکې پیښې له کبله سخت خواشینې یو. د پیښې له کبله وژل شوي او ټپیان زموږ په فکرونو او دعاګانو کې دي.»
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ټاکنو دواړو نوماندانو هم د مونشن برید پر وړاندې غبرګون ښوولی دی. د دیموکراتانو نوماندې هیلري کلنټن، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات به له آلمان سره اوږه په اوږه ودریږي. د جمهوری غوښتونکو نوماند دونالد ترامپ بیا د پیښې قربانیانو ته دعا کړې ده.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، چې د رخصتیو له پاره په نیویارک کې وو تر برید وروسته بیرته د هیواد په لور روان شوی دی. آلماني چارواکو ویلي دي چې صدراعظمې میرکل ته شیبه په شیبه د پیښې جزئیات ورکوي.