1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مونشن برید - لس کسان وژل شوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲, شنبه

د مونشن په پیښه کې د برید کوونکي په شمول لس کسان وژل شوي دي. پولیس وایي چې برید کوونکي ۱۸ کلن ایراني الاصله آلمانی وو خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې هغه ولي دغه برید ترسره کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JUg9
Deutschland Olympia Einkaufszentrum in München Einsatzfahrzeug
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د پولیسو په خبره برید کوونکي تر ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی. زیاته شوې ده چې تر اوسه پورې موندل شوي شواهد ښيي چې هغه دغه برید په یوازې ځان پلان او عملي کړی وو. د مونشن د پولیسو مشر ویلي دي چې په لومړي سر کې هغوی ته د دې ښار په څو سیمو کې د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي وو خو وروسته بیا روښانه شوه چې دغه رپوټونه ناسم وو.

په دې اړه نور مطالب:

برید کوونکي په المپیا سوداګریز مرکز کې د ماښام د شپږو بجو په شاوخوا کې پر خلکو باندې ډزې پیل کړې او د نهو کسانو تر وژلو او ۱۶ تنو نورو تر ټپي کولو وروسته له سیمې څخه وتښتید. خو پولیسو بیا وروسته د هغه مړی د پیښې له سیمې څخه څه نا څه یو کیلومتر لیرې وموند. هغه په خپله ځان وژلی وو.

د وژل شویو کسانو په ډله کې درې تنه ځوانان هم شامل دي. پر دې سربیره پیښې یو شمیر ماشومان هم ټپیان کړي دي. د ټپیانو د درملنې په موخه د مونشن روغتونونو اضافي کارکوونکي غوښتي دي.

برید کوونکي د اوږدې مودې له پاره په آلمان کې ژوند کړی وو

پولیس اوس په دې باور دي چې برید کوونکی ۱۸ کلن ایراني الاصله آلمانی وو چې له ډیرې مودې راهیسې په مونشن ښار کې اوسیده. خو د دغه کس د هویت د جزئیاتو معلومولو له پاره اوس هم څیړنې روانې دي.

د مونشن د پولیسو مشر هوبیرتوس اندرې، ویلي دي: «د دغه برید شاليد او انګیزه تر اوسه پورې په پشپړه توګه نامعلومه ده. څیړونکي اوس په پوره دقت کار کوي او د شپې به هم خپل کار ته دوام ورکړي.»

د پولیسو په خبره برید کوونکي له یوې تومانچې څخه کار اخیستی دی. د مونشن د پولیسو مشر ویلي دي چې ښايي د برید کوونکي په اړه معلومات ژر تر ژره تر لاسه شي ځکه پولیسو هغه پیژندلی دی.

ویل شوي دي چې دغه ځوان تر دې مخکې جرمي سابقه نه لرله او پر المپیا سوداګریز مرکز باندې د هغه د برید انګیزه هم لا تر اوسه پورې نه ده روښانه شوې.

تر برید وروسته په مونشن ښار کې عامه ترانسپورت د یوې مودې له پاره درول شوی وو خو هر څه د شنبې په ورځ سهار په عادي ډول یو ځل بیا پیل شول.

له بلې خوا پولیسو پر سیمه ییزو اوسیدونکو باندې غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. چارواکو د هغو کسانو له پاره چې د خپلو خپلوانو په اړه اندیښمن دي یوه تلیفوني کرښه هم پرانیستې ده چې له لارې یې کولای شي معلومات ترلاسه کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب