د مهاجرو د یوې کیشتۍ ۲۲ مسافر مړه شوي
۱۳۹۵ تیر ۳۱, پنجشنبهد رویټرز خبري آژانس د بې سرحده ډاکټرانو نړیوالې سازمان (MSF) او په مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې غیر دولتي بنست SOS په حواله ویلي دي چې د لیبیا په ساحلي حدودو کې د پيښې له قرباني شوي کیشتۍ څخه د ۲۲ مړو جسدونه ترلاسه شوي دي.
ویل شوي دي چې دغه کسان په یوه ربړي کیشتۍ کې سپاره وو چې د پيښې ښکار شول. کیشتۍ د خپل سفر له پیلولو څخه څو ساعته وروسته ډوبه شوی ده.
د چهار شنبې په ورځ په مدیترانه کې د بې سرحده ډاکټرانو یوې کیشتۍ د گزمې پر مهال په دوو کیشتیو کې سپاره مسافر وژغورل. دغه دواړه کیشتۍ یو بل ته نږدې روانې وې چې د پيښې ښکار شول. په دغو کیشتیو کې د ۵۰ ماشومانو په گډون په مجموع کې ۲۰۹ تنه سپاره ول.
خو د (MSF) سازمان ویلي دي چې د یوې بلې کیشتۍ ۲۲ تنه مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې جسدونه یې له اوبو څخه را ایستل شوي دي. د دغه سازمان د لټون او ژغورنې څانگې مشر ژینس پاگوتو وویل: «تر اوسه پورې واضحه نه ده چې څه شوي دي او دغه پیښه څنگه رامنځته شوې وه. خو دغه خلک په ډیر ویرونکي شکل مړه شوي ول.»
د ژینس پاگوټو په خبره: «په ظاهره کې داسې معلومیږي چې اوبه له موبلینو سره گډ شوي وي چې دې بیا لوگۍ پیدا کړی او د لوگي له امله په کیشتۍ کې سپاره کسان بې هوشه شوي وي.» خو نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې په دې اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.
ویل شوي دي چې په دغو کسانو کې اکثره یې د لویدیځ افریقایې هیوادونو نايجیریا او گانا مهاجر ول. مړي په عاجل ډول د ایټالیې د سسلي ټاپو ته انتقال کړای شوي ول.
دا خبره مهمه ده چې د شمالي افریقایې هیوادونو څخه ایتالیا ته د رسیدونکو مهاجرو په شمیر کې زیاتوالې ثبت شوی دی.
ایټالوي چارواکو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ هم د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې تر دوه نیم زرو ډیر مهاجر ژغورل شوي ول، په داسې حال کې چې یوازې یو کس مړ شوی وو.
همدارنگه د تیرې چهارشنبې په ورځ هم نږدۍ ۴۰۰ تنه د سمندر د دغه خطر لرونکي سفر پر مهال ژغورل شوي ول چې ایټالیا ته یې د ځان رسولو هڅه کوله.