څلور مهاجر د اروپا په لاره په اوبو کې ډوب شوي
۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبهوروسته له څو میاشتو د لومړي ځل له پاره څلور تنه مهاجر د آژه سمندرگي په ختیځ اوبو کې غرق شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې له ترکیې څخه د یونان یوه ټاپو ته ځان ورسوي.
د دغو مهاجرو لږدونکي وړه کیشتۍ د چهار شنبې ورځې په سحر(د جولای میاشتې ۱۳) د یونان د لیسبوس ټاپو په ساحل کې موندل شوې. د مسئولینو په خبره په دغه پيښه کې د دوو ماشومانو په گډون څلور تنه مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو کسانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي. سربیره پر دې د یونان ساحلي گارد شاوخوا ۹۰ تنه مهاجر په داسې حال کې درولي، چې غوښتل یې خپله ربړي کیشتۍ بدله کړي.
په اوس وخت کې د یونان پولیسو د دغه هیواد په شمال کې د قاچاقبرانو د څو بانډنو غړي نیولي دي. د معلوماتو له مخې د تساونیکي په ښار کې د قاچاقبرانو یو بانډ د خپلو ۲۹ غړو سره چې د مختلفو ملیتونو څخه ول د امنیتي مسئولینو له خوا نیول شوي دي. چارواکو ویلي دي چې د پولیسو یو مامور هم د دغو کسانو په ډله کې شامل دی.
سربیره پر دې د یونان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ تسالونیکي ښار ته نږدې داسې قاچاقبران ونیول چې پنځه تنه مهاجر یې په یوه کانتینر کې بندیان کړي ول، څو د دوی له کورنیو څخه پیسې ترلاسه کړي.
نوي لارې
له یونان څخه د مهاجرو د بیرته منلو په برخه کې له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تر تړون وروسته د هغو مهاجرو شمیر ډیر کم شوی دی چې یونان ته داخلیږي.
د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا کنترول، د اروپا د بهرنیو سرحدونو د حفاظت ادارې (فرونټکس) ځواکونه، او د ژغورنې مختلف نړیوال ماموریتونه د دې سبب گرځیدلی دی چې د هغو کسانو د مړینې کچه تر اندازې زیاته راټیټه کړي چې د اروپایې هیوادونو په مسیر(د سمندر په اوبو کې) خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو قاچاقبران په پرله پسې ډول د نوو لارو په لټه کې دي. د بیلگې په توگه دوی د یونان په شمال ختیځ کې له ترکیې سره د دغه هیواد په پوله د ماریتسا په رودخانه کې فعالیت کوي. انساني قاچاقبران له مهاجرو سره ژمنه کوي چې دوی د بیلگې په توگه د البانیا او ایتالیا له لارې مرکزي اروپا ته رسوي.