د اخوان المسلمین د ممنوع اعلانیدو امکان
۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبهمصري چارواکو د یکشنبې په ورځ د اخوان المسلمین د ډلې له ۲۵۰ تنو غړو څخه څیړنې پیل کړې. له دغو کسانو څخه د «ترهگری او سبوتاژ» په تړاو پوښتنې کیږي. د مصر دولتي رسنیو ویلي دي چې پر دغو کسانو چې ډیر شمیر یې د جمعې په ورځ په قاهرې کې نیول شوي دي د وژنو، د وژلو د هڅو کولو او ترهگري تورونه لگول شوي دي. په تیرو څلورو ورځو کې په مصر کې د تاوتریخوالي پېښو له کبله له ۷۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ډیر شمیر یې د اخوان المسلمین غړي دي.
د مصر موقت لومړي وزیر حازم الببلاوي، په دغه هیواد کې د ورستیو وژنو تور پر اخوان المسلمین باندې اچولی دی او ویلي یې دي چې اوس د اخوان المسلمین ډلې د منع کولو په اړه فکر کوي. هغه وویل: «له هغو کسانو سره به مصالحه و نه شي چې لاسونه یې د خلکو په وینې ککړ دي او د دولت پر ضد یې وسله پورته کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې مصري پولیسو په قاهره کې په زوره د الفتح له جومات څخه د اخوان المسلمین پلویان شړي دي. دولتي رسنیو ویلي دي چې د اخوان المسلمین پلویانو پر پولیسو باندې ډزې کړې دي.
نهه لوی لاریونونه پلان شوې دي
ځایي پولیسو بالاخره د یکشنبې ورځې په سهار د الفتح جومات د اخوان المسلمین له پلویانو څخه خالي کړ. په عین حال کې اخوان المسلمین اعلان کړی چې په قاهره کې به د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه نهه لوی لاریونونه په لاره واچوي. پلان شوې ده چې دغه لاریونونه به د مصر د اساسي قانون د محکمې له مخې پیل شي. د اخوان المسلمین غړو ویلي دي چې تر هغه وخته چې د مصر راپرځول شوی ولسمشر محمد مرسي، یو ځل بیا واک ته نه وي رسیدل، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.
د اخوان المسلمین ډله په ۱۹۲۸ کال کې جوړه شوې ده. دغې ډلې د حسن مبارک تر راپرځیدو وروسته د مصر ټاکنې وګټلې او په دې ترتیب سره محمد مرسي د د دغه هیواد ولسمشر شو. خو تر هغه وروسته چې مرسي واک تر لاسه کړ د «تمرد» په نوم ډلې مظاهرې وکړې او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه چې بالاخره پوځ د روان کال د جولای میاشتې په دریمه نیټه په چارو کې مداخله وکړه او مرسي یې له واکه ګوښه کړ.