1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مدافع وکیلانو پر وړاندې د چین اقدام

۱۳۹۴ تیر ۲۱, یکشنبه

پیکینگ ټینګار کوي چې د یو شمیر مدافع وکیلانو نیول په اصل کې د «جنایت کارانو» پر ضد یو عمل دی. خو د بخښني نړیوال سازمان او د رژیم نورو منتقدینو بیا د خطر زنگ ږغولی دی.

https://p.dw.com/p/1FxTH
SWAT Polizei China
انځور: picture-alliance/dpa/Ch. Yuanhong
د چین امنیتي قواوو د مدني حقونو د فعالینو پر مدافع وکیلانو باندې تور لگولی دی چی یو «جنايي سازمان» یې جوړ کړی دی. لکه څنگه چي د بخښني نړیوال سازمان یا Amnesty international رپوټ ورکړی دی دغه تور د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له هغه وروسته ولگاوه چي د ټول هیواد په سطح عملیاتو کي تر ۵۰ زیات مدافع وکیلان او فعالین د پولیسو له خوا ونیول او یا لادرکه سول. دغه تنظیم سوي عملیات د ملي امنیت د قانون له تصویبیدو یوازې یوه اوونی وروسته تر سره سول چی په نړیواله کچه تر نیوکو لاندی راغلي دي.
ټول تر یوې پلمې لاندې
د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې په ځينو پيښو کي مدافع وکیلان «د امنیت د خرابولو او لاس اچونو» په تور بندیان سوي دي. د دغه سازمان د چین د څانگې مشره سوفي ریچاردسن، د دولتي مشر شی جینگ پینگ تر مشرۍ لاندې د یوه «نوی واقعیت» له رامنځته کیدو څخه خبره کړې ده. نوموړې د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د مدافع وکیلانو پر خلاف د پیکینگ دښمنانه دریځ له ډیره وخته څخه معلوم دی خو دا چي پر هغوی دې د یوه جنايي سازمان د جوړولو تور ولگول سی یو نوی نارامه کوونکی تاکتیک دی.»
همدا د تیرې پنجشنبې په ورځ لا چینايی خبریاله او «څایت» آلمانۍ ورځپاني کارکونکې څانگ میاو، تر میاشتو بند وروسته آزاده سوه. په دغه وخت کي د آلمان د عدلیې وزیر هایکو ماس، په پیکینگ کي وو. هغه د دغې خبریالې د آزادي له کبله خوښي څرگنده کړه او زیاته یې کړه چي «پر چین باندي د بشر د حقونو په مسایلو کي فشار باید دوام پیدا کړي».
د مدافع وکیلانو مخونه پوښل شوي وو
د څانگ د مدافع وکیلانو دفتر هم د امنیتي قواوو تر برید لاندې راغلی دی. د هغې مدافع وکیل کینگ فنگ، فرانس پرس خبري آژانس ته ویلې دی چی پولیسو په بیجنگ فنگوری کي د هغه د دفتر لږ تر لږه پنځه مدافع وکیلان او ډیر مامورین بندیان کړې دی.
د جمعې په ورځ لا د څانگ ورور او د کورنۍ یوه دوست د یوه مدافع وکیل له بندي کیدو خبر ورکړی وو. د کورنۍ دغه دوست چي خپل نوم یې ندی بربنډ کړی ویلي دي چي درو نامعلومو کسانو مدافع وکیل څااو له ځان سره بیولی او د هغه سر یې پوښلی دی.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب