1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له افغانستان سره د امنيتي تجهیزاتو ژمنه کړې

۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

د چین ولسمشر شي جین پینگ، خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته ویلي دي چې هیواد یې افغانستان ته امنیتي تجهیزات او روزنه برابروي. دواړو مشرانو د روسیې په «اوفا» ښار کې لیدلي دي چیرته چېد «بریکس» سرمشریزه دایره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1FwI7
انځور: Reuters/RIA Novosti

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د چین ولسمشر خپل افغان سیال ته دغه وړاندیز د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جولای ۱۰مه) کړی دی. دغه وړاندیز وروسته له هغې کيږي چې څو ورځې تر مخه د کابل او طالب استازو تر منځ لومړنۍ رسمي خبرې اترې د چینایي چارواکو تر څارنې لاندې شوې وې. دغه خبرې اترې د پاکستان په کوربه توب د مري په سیمه کې تر سره شوې.

چین د یوه باثباته افغانستان سره لیوالتیا لري. دا په داسی حال کې ده چې چین د خپل هیواد په لویدیځ کې پروت سنکیانگ سیمه کې د بیلتون غوښتونکو په هکله انديښمن دی. دغه سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه پرته ده.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې شي جین پینگ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په روسیې کې د یوې لیدنې کتنې په ترڅ کې ويلي دي: «د امنیتي همکاریو ډیریدل د دواړو هیوادونو په گټه دي. چین به افغانستان ته د امنیتي تدارکاتو، ټیکنالوژۍ، تجهیزاتو د استولو او د روزنې په برخه کې خپلې مرستې چمتو کړي.»

شي جین پینگ د روسیې په اوفا، ښار کې دی او غواړي چې د BRICS په سرمشریزه کې گډون وکړي. بریکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا هیوادونو څخه عبارت دی. ویل شوي دي چې په دغه سرمشریزه کې د افغانستان د امنیت په هکله هم خبرې کیږي.

نوموړي خبري آژانس لیکلي دي چې په دې تړاو خپره شوې بیانیه کې د چین د مرستو په هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو چین له ډیرې مودې راهیسې له افغانستان سره د امنیتي همکاریو په برخه کې ژمنه کړې او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپل مسوولیت د پیاوړي کولو په هڅه کې دی.

خو چین وایي چې په دې هڅه کې نه دی چې له افغانستان څخه د لویدیځو هیوادونو د وتونکو عسکرو ځای ناستې شي، خو په وینا یې د افغانستان په بیا ودانولو کې یوه ستر تجارتي نقش لوبولو ته ژمن دی.