د لوږي پر ضد سازمان په افغانستان کي پاتيږي
۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سهشنبهد دغه سازمان مشري، بيربل ديکمن د"Leipziger Volkszeitung" آلمانۍ ورځپاني سره په يوه مرکه ويلي چي په افغانستان کي د پوځي عملياتو د پای ته رسيدو سره په حقيقت کي پرمختيايي مرستي د برياليتوب لاره ده.
ميرمن بيربل وويل: «موږ به د آلماني پوځ په پرتله تر زياتي مودي په افغانستان کي پاتي سو. د افغانستان لانجي ثابته کړې چي پرمختيا د پوځي عملياتو له لاري لاس ته راتلای نه سي.»
د نړيوالي لوږي پر ضد د مبارزې نوموړی آلمانی سازمان چي د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کي د ګلابو د نيالګيو د تيلو د توليد په ستري پروژې سره د افغان بزګرانو سره مرسته کوي، يادونه کوي چي، د نوموړي سازمان خدمتونه هغه وخت ښايي پاي ته ورسيږي چي «زموږ د کار کونکو ژوند له يو مستقيم خطر سره مخامخ سي.».
« په افغانستان د زور زياتيو او ناخوالو د دوام سره سره، زموږ د کار کونکي وضعيت دي حد ته نه دی رسيدلی.»
ميرمن بربل زياته کړه:« رښتيا خبره دا ده چي له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو له وتلو سره د پرمختيايي مرستو د سازمانونو کار پيل کيږي. په همدې وجه موږ په افغانستان کي پاتي کيږو».
هغي وويل: « ټولو ګمان کاوه چي پوځي عمليات ښايي لنډه موده ولري او ډير ژر به پای ته ورسيږي. خو وروستيو کلونو ثابته کړه چي د پوځي عملياتو له لاري سوله او ثبات ټنګيدای نه سي، بلکي دا مرستدويه کار کونکي دي چي د خپلو مرستو له لاري دغه هدف ته د رسيدو له پاره لاره هواروي.
د نړيوالي لوږي سره د مبارزې آلماني سازمان يوه شخصي، عام المنفعه، له سياسي او مذهبي لحاظه ناپېيلې مؤسسه ده چي د آلمان د ولسمشر تر سرپرسی لاندي کار کوي.
دغه سازمان په 1962 کال کي د خپل تأسيس څخه را په دې خوا تر اوسه پوري د نړۍ په څه د پاسه 70 هيوادونو کي د 1.9 مليارده يورو په ارزښت 5500 پروژي تمويل کړي دي.
دWelthungerhilfe چي د دې سازمان آلمانی نوم دی، مالي سرچينې د شخصي بسپنو او د عامه مالي مرستو لکه د اروپا د اتحاديې او د آلمان د حکومت له بودجې څخه چمتو کيږي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل