د خوست ماشومان د بې وزلۍ له امله شاقه کارونه کوي
۱۳۸۹ اسفند ۲۹, یکشنبهخوست يو له هغو ولايتونوڅخه دى ، چي د مرکز په ګډون يې په لرو پرتو ولسواليو، کليو او بانډو کي زيات شمېر اوسيدونکي او په ځانګړې توګه تنکي ماشومان د کورنيو د حلالې روزۍ د لاسته راوړلو په موخه ، بېلابيل درانه او شاقه کارونو کوي.
نږدې هره ورځ د خوست ښار پر واټونو ګڼ شمېر ماشومان ترسترګو کيږي، چي په بېلابېلو درنو کارونو اخته وي.
نوراغا د خوست په ښار کي هغه ماشوم دى، چي د خپلي لس کسيزي کورنۍ د سرپرستۍ چارې يې په غاړه لري، او په ښار کي د لاسي ګاډۍ په مزدورۍ ، د خپلي کورنۍ اړتياوې پوره کوي.
نوموړي المان ږغ را ډيو ته وويل، د ښار په يوه کرايي کور کي ژوند کوي او د څښاک د اوبو نه نيولې د کورنۍ د اړتيا وړ ټول توکي په پيسو اخلي.
دې ته ورته ګڼ شمېر نور کوچني ماشومان هم د ښار په بېلابېلو برخو کي درانه کارونه کوي. پدې کي ډېر هغه ماشومان دي، چي يو شمېر د ښونځی د دويم او دريم ټولګۍ زده کونکي دي او ځيني يې بيا داسې دي ، چي د کورنيو ستونزو له امله د زده کړو پريښودلو ته اړ شوي.
په همدې حال کي د خوست ولايت د کار او ټولنيزو چارو ريئس کمال الدين ځدراڼ هم په دغه ولايت کي د ماشومانو په وړاندي شته ستونزه پرځاى بولي.
نوموړي المان غږ راډيو ته وويل، چي د اوس وخت لپاره پوره امکانات په لاس کې نه لري، خو په وينا يې په راتلونکي کي به پر يو داسي پلان کار وکړي،چي له مخه يې د ماشومانو ستونزې تر يو بريده هواري سي.
کمال الدين ځدراڼ د معلولينو،معيوبينو او په تيره بيا د ماشومانو د روزلو لپاره د پوهني وزارت او د مرستندويه موسيساتو څخه غوښتنه وکړه،چي د ماشومانو لپاره دي داسي لاري چاري برابري کړي،چي له يوې خوا ماشومان د درانو او شاقه کارونو څخه حلاص شي او له بلي خوا ماشومان د زده کړو له حق څخه بې برخي پاته نه سي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل