1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لادرکه الوتکې د یرغمل کیدو او د پیلوټ د ځان وژنې احتمال

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۲۴, شنبه

د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې په هکله په روانو تحقیقاتو کې اوس د پیلوټ د ځان وژنې او یا هم د الوتکې د یرغمل نیول کیدو ممکنه عوامل هم څیړل کیږي. څیړونکو ډلو داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې الوتکې خپل مسیر ته تغیر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1BQFs
انځور: Reuters

اسوشیتید پرس د سرچینو په حواله ویلې دي چې پلوټونکې ډلې ورو ورو پر دې خبرې ډاډمنیږیږي چې د الوتکې سره د اړیکې له پرې کیدو وروسته دغې الوتکې خپل مسیر ته د لویدیځ په لور تغیر ورکړی دی.

د تازه رپوټونو په حواله دغه الوتکه په ناڅاپي توگه د کومې حادثې ښکار شوې نه ده. مخکې تر دې داسې اټکل کیده چې الوتکه د چین د سویل سمندر د پاسه په ناڅاپي توگه د کومې پیښې ښکار شوې ده.

ماهرین اټکل کوې چې کیدای شي دغه بوینگ الوتکه د پیلوټ او یا هم د یوه داسې کس په وسیله یرغمل شوې وې چې د الوتکې د کنترول او چلولو په تخنیک پوه وو.

د نا تائید شویو معلوماتو تر څیړنې وروسته د اړونده چارو کارپوهانو داسې اندېښنې هم څرگنده کړي ده چې دغه الوتکه کیدای شي یرغمل شوې وي او یا هم کوم پیلوټ د خودکشي کولو په نیت په قصدي توگه الوتکه سمندر ته غورځولې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو تحقیقاتو یو څارونکی لوړ رطبه امریکايي کارپوه، دا خبره مني چې د الوتکې په هکله د روانو څیړنو په جریان کې پر داسې امکاناتو هم غور کیږي چې شاید هم الوتکه تښتول شوې وي. دغه امریکايي کارپوه د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط دا هم ویلي دي چې د دې امکان شته چې دغه الوتکه په یو نامعلوم ځای کې کښینول شوې وي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوې دي چې دغې الوتکې تر لادرکه کیدو پنځه ساعته وروسته هم خپل پرواز ته دوام ورکړی دی.

د مارچ د اتمې نیټې له سحر څخه په ناڅاپي توگه د ملیزیا د هوایي شرکت د دغه ۷۷۷ ډوله بوینگ الوتکې تر ورکیدو وروسته د مسافرو خپلوان او کورنۍ تر اوسه پوری د خفگان شپې او ورځې تیروي.

په دغه الوتکه کې د الوتکې د عملې په گډون ټول ۲۳۹ تنه کسان سپاره ول. الوتکه د خپل پرواز تر پيلیدو ۴۰ دقیقې وروسته له رادار څخه ورکه شوې ده. وروسته بیا څرگنده شوه چې دغې الوتکې تر لادرکه کیدو وروسته هم څو ساعته ستلایت ته سگنالونونه ورکړي دي.

بل لور ته د کولا لامپور د هوانوردي د ادارې یوه چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط اسوشییتت پرس خبري آژانس ته ویلي دي کله چې د چین جنوبي سمندر د پاسه دغه الوتکه له ملکي رادار څخه لادرکه شوه وروسته تر هغې هم دغې الوتکې خپل پرواز ته دوام ورکړی دی. د دغه چاروکي په خبره تر لادرکه کیدو وروسته هم د لږ څه وخت له پاره دغه الوتکه د پوځي رادار له خوا تعقیب شوې وه.

د یوې اوونۍ په تیرو سربیره هم د دغې الوتکې په هکله دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوې، خو د مالیزیا د ترانسپورت وزیر هشام الدین حسین، ویلي دي چې تر اوسه پورې نه شې ویل کیدای چې د MH370 نمبر پرواز له کومې ستونزی سره مخامخ شوې دی.