1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ورکي سوي الوتکي پسې پلټونو نتيجه نه ده ورکړې

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۹, دوشنبه

تر اوسه هم د هغي ماليزيايي الوتکي هيڅ کومه نخښه نښانه نه ده پيدا سوې چي د شنبې په ورځ له ۲۳۹ تنو مسافرو سره له راداره ورکه سوې ده. په دغه الوتکه کي دوه تنه په غلا سوو پاسپورتونو سره سپاره ول.

https://p.dw.com/p/1BMjA
انځور: Reuters

په کولالامپور کي د ماليزيا د هوايي چلن مشر خبريالانو ته وويل چي تر اوسه پوري د ورکي سوي الوتکي په اړه له بده مرغه هيڅ معلومات نسته.

هغه دغه راز ويلي دي، هغه شی چي له هوا څخه په اوبو کي ليدل سوی وو چي اټکل کېدی د الوتکي دروازه به وي هغه هم اوس نسته.

په اوبو کي د تيلو د نخښي آزمويل

د ماليزيا او ويتنام په سواحلو کي په لسونو الوتکي او کښتۍ پلټني کوي چي د ورکي سوي الوتکي يوه بولگه پيدا کړي. د مالزيا د هوايي چلن د مشر په خبره د هغو تيلو نمونه هم تر آزموينو لاندي نيول سوې چي په اوبو کي کشف سوي وه.

په اوبو کي د تيلو نخښه
په اوبو کي د تيلو نخښهانځور: Reuters

د يرغمل نيوني په اړه هم انديښنې سته

د هوايي چلن مسئولينو د هغو پښتنو په جواب کي چي کېدای سي دغه پيښه يو تروريستي شالید ولري چي په ترڅ کي به يې الوتکي يرغمل نيول سوې وي، ويلي دي چي په ټولو «اړخونو» کي څېړني رواني دي.

کله چي يوه الوتکه دغه شان ورکه سي نو د کارپوهانو له خوا ډيري پوښتني راپورته کيږي. د ماليزيا د هوايي چلن مشر رحمان ويلي دي چي «موږ هم دغه شان اټکل کوو.»

اروپايي پاسپورتونه په تايلند کي غلا سوي دي

د ماليزيا هوايي شرکت ۷۷۷ ډوله بوينگ الوتکه د شنبې په شپه له کولالامپور څخه د چين د پلازمېنه پيکينگ پر لور چي ۲۳۹ تنه مسافر هم پکښې سپاره ول له راداره ورکه سوه. وروسته له هغه چي روښانه سوه چي په دغه الوتکه کي دووه تنه مسافر په غلا سوو پاسپورتونو سره چي يوه يې ايټالوی او بل يې اتريشی وو سپاره ول، ماليزيايي چارواکو د تروريستي پيښي څېړني پيل کړي دي.

د انترپول د معلوماتو له مخي دغه پاسپورتونه په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کي په تايلند کي غلا سوي ول.

تکټونه په تايلند کي رانيول سوي ول

دواړه مسافر د څارونکو کمرو له خوا فلمبرداري سوي دي. د ماليزيا د کورنيو چارو وزارت په خبره دغو دوو تنو مسافرو «اسيايي څېرې» لرلې. دوی دغه راز زياته کړې ده چي دواړو يو ځای په تايلند کي د الوتکي ټکټونه رانيولي ول.

د معلوماتو له مخي دغه دوه کسان له پيکنيگ څخه امستردام ته پرواز کاوه، چي له هغه ځايه بيا فرانکفورت او وروسته کوپينهانگ ته روان ول.