1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې جنگي ماموريت پاي ته ورسېد

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه

فرانسوي ځواکونو له کاپيسا ولايت څخه په وتلو سره په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه. د دغه هيواد جمهور رئيس پريکړه کړې وه، چي ډير ژر به خپل لښکر له افغانستانه وباسي.

https://p.dw.com/p/16m7C
انځور: dapd

نزدې څلور سوه تنه فرانسوي ځواکونه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۰) د کاپيسا ولايت له نجراب ولسوالۍ څخه ووتل او له دې سره د دغه هيواد پوځي ماموريت په افغانستان کي پای ته ورسېد.

فرانسوي چارواکو ويلي ول، چي ځواکونه به ئې تر هغې نېټې دوه کاله دمخه ووزي چي نړيوالو ځواکونو د پوځي ماموريت د ختمېدو له پاره ټاکلې ده. دوی ويل ول، چي د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر کي به په بشپړه توگه له افغانستان ووزي.

په ۲۰۱۳ کال کي به نزدې ۱۵۰۰ فرانسوي عسکر په افغانستان کي پاته سي، چي خپل پوځي تجهيزات فرانسې ته انتقال کړي او د افغان امنيتي ځواک په روزنه کي برخه واخلي.

په کاپيسا کي د فرانسوي ځواکونو اډه
په کاپيسا کي د فرانسوي ځواکونو اډهانځور: Reuters

فرانسه تر متحده ايالاتو، بريتانيا، المان او ايټاليا وروسته پنځم هيواد دی، چي په تيرو لسو کلونو کي ئې افغانستان ته ډير سرتيري لېږلي ول. دغه هيواد په افغانستان کي له طالبانو او القاعدې سره په جگړه کي خپل ۸۸ تنه سرتيري له لاسه ورکړل.

فرانسوي ځواکونه په ۲۰۰۸ کال کي په کاپيسا ولايت کي مېشت سول او له طالبانو سره په جگړه کي ئې ۶۰ تنه پوځيان ووژل سول.

د افغان او فرانسوي ځواکونو په ينا، چي اوس په کاپيسا ولايت کي امنيت ټينگ دی. په افغانستان کي د فرانسوي ځواکونو قومندان جنرال اليور دي باوينچوف وويل: «زه فکر نه کوم چي په دې ولاي کي دي پر يوه سيمه باندي طالبان کنترول ولري.»

خو له دې سره سره داسي گومان کيږي، چي د کاپيسا ولايت له شپږو ولسواليو څخه دي دوې د طالبانو تر کنترول لاندي وي.

ځواکونه د پوځي اډې د تخليه کولو پر مهال
ځواکونه د پوځي اډې د تخليه کولو پر مهالانځور: Reuters

اوس د کاپيسا ولايت امنیتي مسئولت نزدې ۴۷۰۰ افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل سوی دئ. او دغه راز په دغه ولايت کي ۲۵۰ تنه امريکايي سرتيري د افغان امنيتي ځواک ملاتړ کوي.

وروسته له هغه چي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کي پر فرانسوي ځواکونو بريدونه نور هم ډير سول دغه هيواد پریکړه وکړه، چي خپل جنگي ځواکونه تروخت دمخه له افغانستانه راوباسي.

د فرانسې پخواني ولسمشر نيوکولا سرکوزي، اعلان وکړ چي ځواکونه به ئې په ۲۰۱۳ کال کي له افغانستانه راووزي، خو اوسني جمهور رئيس فرانسوا اولاند وويل، چي په افغانستان کي به ئې پوځي ماموريت په ۲۰۱۲ کال کي پای ته ورسيږي. په ټوليزه توگه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنگي ماموريت په ۲۰۱۴ کال کي پای ته رسيږي.

Afp/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب