1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې د کاپیسا امنیتي چاري افغانانو ته وسپارلې

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

فرانسوي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د کاپیسا ولایت امنیتي چارې په رسمي توگه افغان ځواکونو ته وسپارلې. په دې ترتیب سره نو له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتلو ته لاره هواره شوه.

https://p.dw.com/p/15Qzo
انځور: dapd

افغان ځواکونو ته د کاپیسا ولایت د امنیتي چارو سپارل، له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو یو مهم پړاو دﺉ. فرانسه غواړي چې له افغانستان څخه د ۲۰۱۲ کال تر پایه پورې ‎خپل ځواکونه وباسي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د ناټو ټول غړي هیوادونه به د مخکیني پلان له مخې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي، خو د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند، پریکړه وکړه چې خپل ځواکونه تر نورو هیوادونو وختي له افغانستان څخه راوباسي. فرانسه په افغانستان کې د ناټو پنځم غړی هیواد دئ  ډیر سرتیري لري.

زیات فرانسوي ځواکونه په کاپیسا ولایت کې میشت دي. دغه ولایت له پاکستان سره پولې ته نزدې پروت دئ او وخت نا وخت پکښې د طالبانو فعالیتونه تر سترګو کیږي. فرانسې په دغه ولایت کې خپل ډیر شمیر سرتیري له لاسه ورکړي دي. یوازې په ۲۰۱۱ کال کې په دغه ولایت کې ۲۴ فرانسوي سرتیري ووژل شول.

د فرانسې نوي ولسمشر د ټاکنو پر وخت ویلي وو چې که هغه د فرانسې ولسمشر شي نو له افغانستان څخه به خپل ځواکونه تر ټاکل شوي وخت مخکې راوباسي.

فرانسه په پلان کې لري چې سږ کال له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ سرتیري راوباسي. تر هغه وروسته به په افغانستان کې یوازې ۱۵۰۰ فرانسوي سرتیري پاتې شي چې د افغان پوځیانو په روزنه او په دغه هیواد کې د فرانسې د پوځي تجهیزاتو په ساتنه به بوخت وي.

تر دې مخکې پاکستان د ناټو په مخ خپله پوله تړلې ساتلې وه او له همدې کبله باید ناټو خپل ټول اکمالات د افغانستان له شمالي پولو کړي وای. خو پاکستان د سه شنبې په ورځ د دغې پولې د پرانیستلو اعلان وکړ. له دې سره نو اوس فرانسه کولای شي چې خپل پوځي تجهیزات د همدې هیواد له لارې راوباسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل