1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني کرونده گرو سږکال غنم نه دي کرلي

۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبه

د غزني ولايت کروندګر وايي سږ کال به هم د تيرو په شان د غنمو کښتونه ډير لږ وي.هغوی وايي ددې اصلي علت د اوبو کموالی دی، چي دوی نه سي کولاي له موجودو کاريزونو او ډيزل جنراتورونو څخه دومره اوبه تر لاسه کړي چي ورته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/12g6e
انځور: AP

د غزني په ګډون د افغانستان په ډيرو سويلي او سويل ختيځو ولايتونو کي په تيرو دوو کلونو کي د غنمو کرل لږ سوي دي او ډيری بزګرانو د هغو بوټو کرلو ته مخه کړې، چي لږ اوبو ته اړتيا لري.

غزني د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی، چي ډيری خلک يې په کرهڼي بوخت دي او په تيرو څو کلونو کي متواترو وچ کاليو هم سخت ځپلي دي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د علي خيلو د کلي يوه اوسيدونکي شاه ولي دويچه ويله ته وويل، چي حکومت په تيرو څو کلونو کي د بزګرانو ستونزو ته هيڅ راز پاملرنه نده کړې او چي هر ځل دوی ترينه د اصلاح سويو تخمونو او د اوبو د سيستمونو د رغولو غوښتنه کړې.

نوموړی وايي دولت په نمايشي توګه ځيني وختونه کروندګرو ته يوه او يا هم دوې بوجۍ کمياوي کود ورکړي، خو هغه کود د کروندګرو پراخو فصلونو ته په  کتو سره ډير لږ او د نه بسني وړ دي.

همدا راز د ده يک ولسوالۍ يو اوسيدونکي حاجي ګل نظير، چي دی هم د کرهڼي په برخه کي  کار کوي د اوبو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، چي سږ کال يي يو دانه غنم هم ندی کرلی.

د غزني د کرهڼي رياست چارواکي وايي، وچکالۍ د دغه ولايت د ټولو ولسواليو پر کاريزونو او ويالو دومره بده اغيزه کړې، چي که سمه او اساسي لاره ورته ونه موندل سي، شونتيا ليدل کيږي، چي د څښاک اوبه هم د يوه يا دوو کلونو په اوږدو کي وچي سي.

د غزني خلک وايي ، د  اندړو، خوګياڼو، ده يک، قره باغ او ګيرو  ولسواليو اوسيدونکو څو واري د غزني چارواکو او هغو غير دولتي موسسو او انجوګانو ته چي په ياد ولايت کي فعاليت کوي، خپلي ستونزي وړاندي كړي، خو بېله دې چي ژمني او وعدي ورسره وکړي، نور يي هيڅ نه دي ور سره کړي».

د غزني والي حاجي موسي خان بيا تر ډيره ځايه د کروندګرو تورونه نه مني.

نوموړی وايي، له کله راهيسي چي دی د والي په توګه ګمارل سوی له کروندګرو سره څو څو ځله مرستي سوي، خو دا چي د هغوی بنيادي ستونزه يعني د کاريزونو پاکول او د اوبه خور د سيستم د جوړولو په برخه کي لازم ګامونه ندي اخيستل سوي هغه له دغه ولايت سره د نړيوالي مرستندويه ادارو او مرکزي حکومت د مور او ميري چلند دی.

موسي خان وايي که چيرته د نورو ولايتونو په څيره غزني ته هم کافي بوديجه په پام کي نيول سوې وای نو اوس به ډيری کروندګر اوزګار نه وای او هغوی به د پخوا په څير پر خپلو ځمکو کار کولای.

موسي خان وايي کله چي د اوزګارو کسانو شميره لوړيږي نو دا کار مخالفينو ته موکه ورکوي تر څو دغه اوزګار کسان په ډيره اسانۍ خپلو ليکو ته جذب او بيا يي د ملک د ملي ګټو پر خلاف وکاروي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل