1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که دولت دبزګرانو څخه غنم رانه نيسي ،نودوی به پر کال لږ وکري

۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعه

د1977کال په مقايسه په افغانستان کښي دغنمو حاصلات 63 فيصده ډير سويدي ،ځکه نو افغانستان مجبوره ندی چه د خارج څخه ډيرغنم او اوړه رانيسي ،پدې هکله مو دکرني دوزارت ...

https://p.dw.com/p/I484
انځور: picture-alliance / dpa

د مالي اواداري معين سليم خان کندوزي سره يوه مرکه کړېده ،او دهغه نظر مو پوښتلی دی .

پوښتنه : دطالبانو له راپرزيدو راهيسي دافغانستان دبيا رغوني په بهيرکي تراوسه ددغه هيواد کرني ته پاملرنه نده شوې، پداسي حال کي چي دهغه هيواد دوګړو په سلوکي 80 دبزګرۍ په کار بوخت دي . ستاسي په نظربه وروسته لدې به دغه مهم اقتصادي سکتور ته هم پاملرنه ډيره شي ؟

ځواب : داواضحه ده چي دزراعت سکتور ته ډيره زياته پاملرنه نوه شوې، اوپدي تيرو اوو، اتو، کالوکي هغومره کمک چي لدې سکتور سره اودهاقينو سره پکاروو، ندی شوی . نومونږ ډير زيات دغلې له کمبود سره مخامخ ؤ. له يوي خوا به زمونږ سره کومکونه کيدل، او له بلي خوامو له ګاونډيو هيوادونو قزاقستان اوپاکستان څخه غنم اخيستل ،دامشکلات وو، خودوزارت زراعت دنوي رهبرۍ له راتګ سره ډيري ښي ښي برنامي منځته راوړل شويدي،اودهغه په اساس د وزارت ماليې سره دتماس اوله هغه سره په هم آهنګۍسره ددې برنامودعملي کولولپاره کوششونه کوي، اوتريوه حده پوري يې ډيري ښې برنامې جوړي کړيدي .

پوښتنه : ستاسي مطلب له نوي رهبرۍڅخه نوی وزيردی؟

ځواب : هونوی وزيردی، اوهغه تغييرات چي مونږيې په اداره کي راوستل غواړو، ترڅو ظرفيتونه لوړ يوسو،اواميد لرو چي زمونږ بودجه هم زياته شي ،ترڅو له دهاقينو سره په مختلفو برخو کي کمک وسي او حاصلات اوچت ولاړشي .

پوښتنه : ويل کيږي چي د1977کال په پرتله اوس دغنمو حاصلات په سلوکي 63 ډير شويدي .ستاسي په نظر به دادهيواد دوګړو دمړولو لپاره کفايت وکړي ، اوکه داچي افغانستان به د بهرنيو هيوادونو څخه دغنمو او اوړو راليږدولو ته اوس هم مجبوره وي ؟

ځواب : دتيرو 32کلونوپه نسبت باندي زمونږ دسږ کال حاصلات بې مثاله دي . که مونږ دمرحوم داؤدخان دحکومت په وخت کي دحاصلاتو تقريباً خود کفايي ته رسيدلي وو،نو هغه مهال خونفوس هم ډير کم وو چي تقريباد 15مليونه يا 14 مليونه څخه زيات نوو.خوسږکال حاصلات ډير زيات دي زه نه وايم چي دادکرني دوزارت دکوششنوله امله دي، بلکه دخدای رحم ډير زيات وو،په مناسب وخت کي بارانونه وسول، اوژمی ډير ښه وو.اوزمونږ حاصلات تقريبا 5,1مليونو ټنوته رسيږي،که مونږ لدي 5,1مليونو ټنوڅخه ضايعات چي دريبلو اويا دترانسپورت په وخت کي پيښيږي ،ورڅخه وباسو، نوسږ کال به مونږ له 200زره تر300زره ټنه زيات کمبود سره مخامخ نسو . اوکه تيرکال تاسي وګورۍ مونږ تقريبا ددوو اعشاريه څلورو، اويادوه اعشاريه دريوو، ټنو غنمو له کمبود سره مخامخ وو.اوزمونږ توليدهم دوه اعشاريه څومليونه وو.

Landwirtschaft, glückliche Kühe, artgemäße Tierzucht
انځور: dpa

پوښتنه : ددې علت يوازي بارانونه دي که دولت هم پدې لاره کي کوم کارکړيدی ؟

ځواب : البته چي دباران موضوع خوډيره واضحه ده، خو يو شی نسو هيرولاي، اوحقيقت دادی چي تقريبا 24 يا 25 زره ټنه اصلاح شوي تخمونه توضيع شويدي .اود 40 زرو ټنو څخه زياته سره توزيع شويده ،چي البته دې هم خپل تاثيرات درلودل . اودهغه له امله حاصل لوړ تللی دی .خولدې امله چي په للمي سيمو کي ډير بارانونه شويدي نو دهغه حاصلات ډير اوچت شويدي .

پوښتنه : په آژانسونوکي راغلي دي چي افغاني کروندګرو، په ټوله نړۍ کي دحبوباتو دبيو د ډيرو جګيدو له امله دخپلو ځمکو زياته برخه دغنمو اونورو حبوباتو کرلوته تخصيص کړيده ،څه فکرکوۍ چي دوی به په راتلونکو کلونو کي هم همداسي دډيرو غنمو کرلوته دوام ورکړي ؟

ځواب : اصلاً خو په افغانستان کي تل غنم کرل کيږي .که له بزګرو سره مرسته ونسي، او دهغو غنم وانخيستل شي او آزاد بازارته ورپريښودل سي او په بازارکي دغنمو دډيروالي له امله دهغو بيه ډيره راټيټه شي نوبل کال ته ددوی زړه خپه کيږي، چي موږ غنم وکرل اوښه نتيجه يي رانکړه . اوکه ددوی غنم په مناسبه بيه ترې واخيستل شي نوپه راتلونکو کلونوکي به هم دوی غنموته ترجيح ورکړي . زه داسي نظرلرم چي که له بزګرانو څخه غنم په مناسبه بيه واخيستل شي او هغه بيا مونږ په ګودامونو کي وساتو. او که بيا کوم وخت بيا دسږ کال په شان له ستونزو سره مخامخ شو له هغه نه استفاده وکړو اوکه په بازارکي مشکلات پيداسي، هلته يي عرضه کړو ترڅومارکيت برابر اومتوازن وساتو .

پوښتنه : آيا دتوليداتو له دې زياتيدو سره به له بهرنيو هيوادونو څخه دغلي دواردولو مخه ونيوله شي اوکنه ؟

ځواب : مونږ دغنمو د200زره اويا 300زره ټنه له کمبود سره مخ کيږو .اوداسي نسو ويلای چي مونږ سل په سلوکي خود کفا يو، داضرورت دمارکيټ دی، او مونږ دآزادبازار په لوري روان يو .که په بازارکي کومه ستونزه پيداشي، اويا ورته ضرورت وي نوخپل ضرورت ته به ګورو اوبيابه اقدام کوو . مونږ کوښښ کوو چي دا مشکل دهقان ته پيدا نسي چي له همسايه ګانونه ارزانه غنم راشي، اودوی ته تاوان ورسيږي دولت به خپل دهقانان دداسي ستونزو سره مخامخ کيدوته پرې نږدي .

پوښتنه : دمالدارۍ په برخه کي څنګه ده، آيا په مالدارۍ کي ښه والی راغلی دی ؟

ځواب : کله چي کال ښه وي اکثرا ددواړو لپاره ښه وي . چي حاصلات ډيرسي نو دبزګر مالداري هم ډيريږي په تيره بيا دڅړدځايونو له ډيريدو سره مالداري ډيريږي . مونږ سږکال دمالونو خوراک چي ډير ښه په معياربرابر وو دمالدارانو ترمنځ توضيع کړ .اودولت به له مالدارانوسره که له مشکل سره مخامخ وي خامخا کمک کوي . مونږ په ولاياتوکي دواکسين او دالقاح مصنوعي پروګرامونه لرو .اومونږ هڅه کوو چي له مالدارانوسره هم ددهقانانوپه ډول مرستي سرته ورسوو. اودادي هم پاته نوي چي دمالدارۍ وضعه هم ددهقانانو دوضعي په شان ښه شويده .

سليم خان کندوزی/رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري