1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان په پښتونخوا کې د بریا اعلان وکړ

شمس شامل۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

د پاکستان د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې د عمران خان تحریک انصاف گوند، د نواز شریف تر مسلم لیگ گوند وروسته، دویم ځای خپل کړی دی. د دغه گوند چارواکو ویلي دي چې هغوی به د خیبر پښتونخوا په ناآرامه ایالت کې حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/18WJv
Pakistani cricketer turned politician and head of Pakistan Tahreek-e-Insaf or Movement for Justice Party Imran Khan waves to his supporters during a rally in Lahore, Pakistan on Sunday, Oct. 30, 2011. Khan railed against the government and its alliance with the U.S. before an energized crowd of over 100,000 flag-waving supporters Sunday, establishing himself as a force to be reckoned with in Pakistani politics. (Foto:K.M. Chaudary/AP/dapd).
Imran Khanانځور: AP

که څه هم تر اوسه پورې د پاکستان د ټاکنو رسمي پایلې معلومې نه دي، خو د تحریک انصاف گوند یو لوړ پوړي چارواکي اسد عمر، د شنبې په شپه اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د حکومت جوړول د تحریک انصاف گوند له پاره یوه لویه بریا ده.

هغه زیاته کړه: «داسی یوه گوند چې په پارلمان کې یې هیڅ حضور نه لاره، د دویم لوی ملي گوند په توگه ظهور کړی دی. تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا په ایالت کې هم بریالی شوی دی، چیرې چې به موږ انشاالله حکومت جوړ کړو.»

د عمران خان تحریک انصاف گوند د پاکستان په ټاکنو کې د پام وړ څوکۍ گټلي دي.

عمران خان څوک دی؟

عمران خان د پاکستان د سیاست په ډگر کې په ډیر لږ وخت کې ډیر څه ترلاسه کړل. د هغه ګونډ په ټاکنو کې ډیر ښه وځلید. ډیر شمیر کسان عمران خان ته د پاکستان وروستۍ هیله گڼي، خو یو شمیر نور بیا هغه یوازې یو اسلامپاله بولي.

د عمران خان «تحریک انصاف ګوند» د پاکستان په ټاکنو کې د دغه هیواد لو لویو ګوندونو لکه «د پاکستان پیپلز ګوند» او د نواز شریف «مسلم لیګ» ګوند سره اوږه په اوږه روان دی. عمران خان هیله لري چې پاکستانیان په خاصه توګه ځوانان به له هغه څخه ملاتړ وکړي او دی به وشي کولای چې د پاکستان ټاکنې وګټي.
ضعیفه پیل

عمران خان د پاکستان د کرکیت لوبډلې کپتان پاتې شوی دی او د خپل هیواد له پاره یې نړویواله اتلولي هم گټلې ده.
عمران خان د پاکستان د کرکیت لوبډلې کپتان پاتې شوی دی او د خپل هیواد له پاره یې نړویواله اتلولي هم گټلې ده.انځور: Getty Images

د پاکستان د کرکیټ لوبډلې پخوانی کپتان په ۱۹۹۰ لسیزې کې د سیاست ډگر ته راغی. هغه د «تحریک انصاف گوند» بنسټ کیښود. که څه هم عمران خان په پاکستان کې د یوه کرکیتر په توگه ډیر شهرت او محبوبیت لاره، خو په لومړي سر کې ډیر شمیر کسانو هغه ته د یوه جدي سیاستوال په سترگه نه کتل.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې تر یوه پراخ مارش مخکې عمران خان د دغه هیواد په سیاست کې ډیر مطرح نه وو. خان تر ۲۰۱۱ کال مخکې هم د پاکستان د دولت پر ضد ډیر مارشونه په لاره اچولي ول، خو هیڅ یو یې هم د دغه مارش په اندازه بریالی وو. د ۲۰۱۱ کال په مارش کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیرو کسانو گډون کړی وو. هغه وخت دې موضوع ان د تحریک انصاف سیاستوال هم حیران کړي ول.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې څرنگه یو سیاستوال چې د خپل گوند غړو یې شک لاره چې یو وخت به د بهټو او نوازشریف سیال شي، وکولای شو چې د پاکستان په ټاکنو کې دومر څوکۍ وگټي. د خان مخالفین وایي چې د دغه سیاستوال د کامیابي اصلي لامل له هغه څخه د پاکستان د پوځ او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې ملاتړ دی. خو د خان پلویان بیا وایي چې په ټاکنو کې د خان د کامیابي اصلي لامل د سیاست په ډگر کې د هغه شل کلنې هلې ځلې دي.

ډیر شمیر ځوان پاکستانیان د عمران خان ملاتړ کوي.
ډیر شمیر ځوان پاکستانیان د عمران خان ملاتړ کوي.انځور: ASIF HASSAN/AFP/Getty Images

په اسلام آباد کې د تحریک انصاف گوند یو تن فعال او همداراز د بایوتکنالوژي کارپوه خاور سوحیل، وایي: «د ترهگرۍ، ادارې فساد او قوم پرستي پر ضد د خان موقف د عوامو پام ځان ته اړولی دی. د پاکستان خلک نور له خپلو مشرانو ستړي شوي دي. پر عمران خان باندې تر اوسه پورې د ادارې فساد تور نه دی لگول شوی، هغه له پاکستان څخه بهر دارایي هم نه لري.»

د ځوانانو ملاتړ

که څه هم د عمران خان گوند د پاکستان د نورو لویو گوندونو لکه «پاکستان پیپلز گوند» او یا هم د نوازشریف «مسلم لیگ» په څیر منظم نه دی، خو بیا هم هغه ډیر شمیر پلویان لري. په ۲۰۱۱ کال کې د هغه مارش دا خبره څرگنده کړه چې خان په دې توانیدلی دی چې په پاکستان کې خپل شهرت په سیاسي ملاتړ باندې بدل کړي.
له کراچۍ څخه یوه ژورنالیست توحید، دویچه ویله ته وویل: «هغه لومړی ځل وو [د ۲۰۱۱ کال مارش] چې سیاسي څیړونکو او خلکو په جدي ډول د خان په اړه فکر وکړ.»

تر هغه وخت وروسته خان په قراره پاتې نه شو. هغه وخت نا وخت سیاسي غونډې جوړې کړي او د پاکستان تاریخي ټاکنو ته یې چمتووالی ونیوه. یو شمیر سیاسي کارپوهان وایي چې د خان په بریا کې د هغه ځوان ملاتړي ډیره ونډه لري.

ښاغلی توحید وایي، دا چې د پاکستان ځوانان د عمران خان ملاتړ کوي، ډیره مهمه خبره ده. توحید ټینگار کوي چې د پاکستان ځوانانو په ۱۹۷۳ او ۱۹۸۸ کلونو کې د ذولفقار علي بهټو او د هغه د لور په واک ته رسولو کې ډیر پیاوړی نقش لوبولی وو.
د ملگر ملتونو په حواله د پاکستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري. د پاکستان سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د دغه هیواد هیڅ گوند د ځوانانو له ملاتړ پرته په ټاکنو کې بریالی کیدای نه شي.

طالبانو د پاکستان ټاکنې غیر اسلامي بللي دي او پر هغه باندې یې د بریدونو گواښ کړی دی.
طالبانو د پاکستان ټاکنې غیر اسلامي بللي دي او پر هغه باندې یې د بریدونو گواښ کړی دی.انځور: picture-alliance/AP

د ښي اړخو ملاتړ

په همدې حال کې یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې عمران خان د پوځ په گډون د پاکستان د ښي اړخو له ملاتړ څخه هم برخمن دی. د دې ملاتړ ډیر لوی لامل کیدای شي د طالبانو او اسلامپالو یاغیانو پر وړاندې د عمران خان نرم دریځ وي. یو شمیر کسان وایي چې عمران خان د پاکستان د سیاست په ډگر کې د دغه هیواد له استخباراتي ادارې سره د ښو اړیکو د لرلو له کبله ډیر مطرح شوی دی. عمران خان د پاکستان د استخباراتي ادارې له ډیر شمیر سیاستونو سره موافق دی چې په کې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت موضوع هم شامله ده.

له کراچۍ څخه د پرمختیا په برخه کې څیړونکې امیما سعید، دویچه ویله ته وویل چې عمران خان په قوي احتمال له ښي اړخو افراطیانو څخه ملاتړ کوي. میرمن سعید ټینگار وکړ چې خان دغه موضع پټه نه ده ساتلې.

عمران خان چې خپلې لوړې زده کړې یې د انگلستان په اکسفورد پوهنتون کې کړې دي او تر دې مخکې یې له یوې بریتانیاوې لیکوال سره واده کړی وو، په ۲۰۰۹ کال کې یو له لومړنیو پاکستاني سیاستوالو څخه وو چې په سوات کې یې د حکومت او طالبانو تر منځ د معاملې هرکلی وکړ. میرمن سعید وایي چې د عمران خان او جمعیت اسلامي گوند تر منځ همکارۍ هم د دې خبرې ثبوت دی چې هغه د ښي اړخو افراطیانو ملاتړ کوي.

عمران خان تیره اوونۍ د یوه ټاکنیز کمپاین په جریان کې له یوه لوړ ځایه ولوید او اوس په روغتون کې بستري دي.
عمران خان تیره اوونۍ د یوه ټاکنیز کمپاین په جریان کې له یوه لوړ ځایه ولوید او اوس په روغتون کې بستري دي.انځور: Getty Images

په پاکستان کې د احمدي اقلیت ډلې پر وړاندې د خان وروستي دريځ هم د دغه هیواد لیبرالان په غوسه کړل. د احمدي ډله په ۱۹۷۰ کال کې یوه غیر مسلمانه ډله بللشوې وه او خان په وروستیو کې د دغې موضوع ملاتړ وکړ.

ښاغلی توحید وایي: «عمران خان ښايي د جمعیت اسلامي او یا هم جمعیت علمایې اسلامي گوندونو د یوه سیاستوال په څیر و نه غږیږي، خو د سیمې، نړۍ او په خاصه توگه د اسلامي ډلو په اړه د هغه نظرونه که له ملاتړه ډک نه وي نو له زړه خوښي سره مل دي.»

توحید زیاتوي: «عمران خان له دې سره مخالف دی چې پوځ دې د اسلامپاله افراطیانو پر وړاندې عملیات وکړي. هغه دا خبره هم نه مني چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د جهاد فرهنگ وده کړې ده.»

له لویدیځو رسنیو سره په مرکو کې خان دا خبره رد کړې ده چې د هغه گوند غواړي د اسلامستانو ملاتړ تر لاسه کړي. هغه همداراز ټینگار کړی دی چې له امریکا متحده ایالاتو او لویدیځې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

که څه هم طالبانو د پاکستان په وروستیو ټاکنیزو کمپاینونو کې پر نورو لویو گوندونو باندې بریدونو وکړل خو هغوی د خان پر گوند باندې کوم برید تر سره نه کړ. خو دا په دې معنی نه ده چې عمران خان د پاکستاني طالبانو خوښیږي. طالبانو تل پر خان باندې نیوکې کړي دي چې لیبراله دی او د لویدیځې نړۍ ملاتړ کوي. طالبان وایي چې خان د پاکستان له نورو سیاستوالو سره کوم توپیر نه لري.

د عمران خان دغه دوه اړخونه کیدای شي په پاکستان کې دننه او له لویدیځې نړۍ سره د دغه هیواد په اړیکې کې د یوه متوازن کوونکي فکتور په توگه نقش ولوبوي. خو دا لا روښانه نه ده چې خان د پاکستان مشري ته تر رسیدو وروسته له لویدیځې نړۍ او همداراز له پاکستاني اسلامپالو سره څرنگه اړیکې غوره کوي. ځکه هیڅ څوک نه پوهیږي چې د خان د دوه اړخیزه سیاست کوم اړخ به پیاوړی شي او د هغه سیاستونه به اداره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب