1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوازشریف په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

سندرا پیترسمن (اسلام آباد، پاکستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

نوازشریف د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان په ټاکنو کې د خپل ګوند د بریا اعلان وکړ. شریف په ټاکنیزو کمپاینونو کې د پاکستان د بدلولو وعدې کړې وې. آیا د ټاکل کیدو په صورت کې به هغه خپلې وعدې پوره کړای شي؟

https://p.dw.com/p/18WL5
انځور: picture-alliance/landov

نوازشریف پخپله د پاکستان په تاریخي ټاکنو کې د خپل ګوند بریا اعلان کړه. که د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په رسمي ډول دغه خبره تایید کړي نو شریف به د دریم ځل له پاره د پاکستان مشري وکړي. هغه تر دې مخکې په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا په پایله کې له واک څخه ګوښه شوی وو.

نوازشریف تر دې مخکې دوه وارې د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی.
نوازشریف تر دې مخکې دوه وارې د پاکستان صدراعظم پاتې شوی دی.انځور: AP

د پاکستان د شنبې ورځې ټاکنې د یاغیانو تر بریدونو لاندې راغلي چې په پایله کې یې ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو پر دغو بریدونو سربیره هم ډیر شمیر کسانو خپلې رایې وکارولې.

شریف د پاکستان د رایې اچوونې د مرکزونو تر تړل کیدو یوازې څو ساعته وروسته خپله بریا اعلان کړه او په یوې بیانیه کې یې وویل: «له خپلو ځوانانو سره مو چې هر څومره وعدې کړې وې، هغه به پوره کړو. اوس هم د ټاکنو پایلې راوځي، خو لومړنۍ پایلي ښيي چې مسلم لیګ تر ټولو مخکښه ګوند دی.»

د غیرې رسمې پایلو له مخې ښایي د پاکستان هیڅ ګوند هم و نه توانیږي چې مطلق اکثریت چې ۱۷۲ څوکۍ دي تر لاسه کړي. په دې ترتیب سره نو د یوه ايیتلافي حکومت د جوړیدو امکان رامنځ ته کیږي.

نوازشریف په عین حال کې پر نورو ګوندونو باندې غږ وکړ چې له هغه سره یو ځای کار وکړي. هغه وویل: «زه پر نورو ګوندونو باندې غږ کووم چې راشي او له ماسره خبرې وکړي ترڅو په ګډه د پاکستان ستونزې حل کړو.»

تر دې مخکې د عمران خان ګوند هم په ټاکنو کې د نورو په پرتله د ډیرو رایو د ګټلو ادعا کړې وه.

نواز شریف څوک دی؟

۶۳ کلن نواز شریف تر دې مخکې دوه وارې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی دی. هغه د لومړي ځل له پاره له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۱۹۹۳ کاله او د دویم ځل له پاره ۱۹۹۷ کاله تر ۱۹۹۹ کاله پورې د پاکستان چارې په لاس کې لرلې.

شریف د لومړي ځل له پاره د پاکستان د هغه وخت د پوځ مشر ضاالحق په ملاتړ د دغه هیواد د مالیې وزیر شو. تر هغه وروسته په ۱۹۹۵ کال کې شریف د پنجاب د ایالت وزیر اعلی وټاکل شو. او په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان مشری ته ورسید.

شریف هغه وخت له بېنظیر بهټو څخه ټاکنې ګټلې وې او د درې کلونو له پاره یې حکومت کړی وو. تر هغه وروسته بیا پر شریف باندې د فساد تورونه ولګول شول او له واکه ګوښه شو.

شریف په ۱۹۹۷ کال کې د اکثریت په ترلاسه کولو سره د دویم ځل له پاره د پاکستان صدراعظم شو. هغه په ۱۹۹۸ کال کې پاکستان په یوه اتومي ځواک باندې بدل کړ او په دې ترتیب سره یې ملي شهرت ترلاسه کړ. شریف په ۱۹۹۸ کال کې په یوې پوځې محکمه کې په عمر قید محکوم شو، خو هغه بیا وروسته وتوانید چې سعودي عربستان ته ولاړ شي او هلته د تبعید ژوند پیل کړي. هغه په ۲۰۰۷ کال کې بیرته پاکستان ته ستون شو.

د پاکستان په سیاست کې د شریف بیا مطرح کیدل

نوازشریف په خپلو ډیرو بیانیو کې د پاکستان د تیر تاریخ او خپلو تیرو دورو په اړه خبرې کوي. شریف د یوه ټاکنیز کمپایل پر مهال ویلي وو چې د هغه تر مخکینۍ دورۍ پخوا په پاکستان کې پرمختللي هوايي ډګرونه او پرمختللې لویې لارې موجودې نه وې. شریف همداراز ټینګار کړی وو چې اوس په پاکستان کې د «چشمه» په نوم اتومي بټۍ یوازې د هغه له کبله فعالیت کوي.

نوازشریف هڅه کوي چې له خپل ځان څخه داسې یو انځور وړاندې کړي چې کارونه سر ته رسوي او دا چې پاکستان ورته تر بل هر څه مهم دی. هغه تر یوه حده پورې د امریکا ضد نظرونه لري چې له کبله یې په پاکستان کې ډیر ملاتړ ترلاسه کړی دی.
شریف تر ټاکنو مخکې په سرګودها کې ویلي وو: «موږ به د متحده ایالاتو په څیر یوه لوی ځواک ته تسلیم نه شو. موږ له امریکایانو سره مخامخ خبرې کړې دي او د هغوی مرستې مو رد کړې دي. هیڅوک نه شي کولای چې موږ راونیسي. له موږ سره پاکستان تل یو آزاد هیواد پاتې شوی دی.»

نوازشریف د پاکستان د بلې هرې سیمې په پرتله په پنجاب کې ډیر ملاتړ لري. ۶۳ کلن شریف غواړي تل له ځانه سره د پاکستاني ځوانانو ملاتړ ولري نو له همدې کبله هغه د خپل کمپاین پر مهال هغوی ته لپتاپونه (ګرځنده کمپیوترونه) ډالۍ کول.

شریف په یوې بیانیې کې ویلي وو چې هغه غواړي د پاکستان د ځوانانو په مرسته دغه هیواد ته بدلون ورکړي. هغه ټینګار کړی وو چې تر دې مخکې یې هم دغه کار کړی دی او اوس به یې هم وکړي.

نوازشریف یوې بډایې کورنۍ پورې تړاو لري. د هغه په ګوند کې چې مسلم لیګ نومیږي ډیر شمیر بډایان او د ډیرو ځمکو خاوندان غړیتوب لري. شریف د لومړي ځل له پاره هغه وخت قدرت ته ورسید چې د پاکستان د پوځي د پخواني مشر ملاتړ یې کاوه. خو بیا وروسته د پوځ یوه بل مشر د ده پر ضد کودتا وکړه او دې یې له واک څخه ګوښه کړ.

نوازشریف له دویچه ویله سره په مرکه کې ویل وو: «له پوځ سره زما اړیکې ښې دي. زه غواړم چې پوځ د قانون اطاعت وکړ او د اساسي قانون له مخې خپلې چارې پر مخ بوځي. پوځ باید د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې په ټولو لازمو اقداماتو لاس پورې کړي. د پوځ له خوا څو وارې د واک تر لاسه کول [د پاکستان]په ضرر تمام شوي دي. زه هیله لرم چې موږ له دغو پېښو څخه خپل درس اخیستی وي او دا چې په راتلونکې کې داسې کوم اقدام و نه شي چې پاکستان له دموکراسي څخه لیرې شي.»

نواز شریف تر بل هر ځای ډیر په پنجاب کې ملاتړي لري.
نواز شریف تر بل هر ځای ډیر په پنجاب کې ملاتړي لري.انځور: Arif Ali/iAFP/Getty Images

د پاکستان د بشري حقونو د څار مشر علي دایان حسن، وايي چې د مشرف ټاکنیز سیاستونه د «پوځ پر ضد» دي. ښاغلی حسن ټینګار کوي چې مشرف په پاکستان کې د ملکي سیاست ملاتړ کوي. خو حسن روښانوي چې شریف په عین حال کې د پاکستان له افراطي اسلامپالو ډلو سره د اړیکو ساتل غواړي.

که د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د نوازشریف هغه ادعا چې ګواکې هغه ټاکنې ګټلې دي تأیید کړي، نو شریف به د داسې یوه هیواد مشري پر غاړه واخلي چې لا وختي له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. اوس پاکستان نه یوازې د ترهګرۍ، اسلامي افراطیت او جرایمو له ګواښ سره مخامخ دی، بلکې په دغه هیواد کې همداراز د بنسټونو د کمزوروالي، د بریښنا د کمښت، فقر او بیکارۍ ستونزې هم موجودې دي.

د پاکستان اقتصاد اوس په ډیر خراب حالت کې دی. د دغه هیواد سیاست او دولتي ادارې تر ډیره حده په فساد ککړې دي. د شریف پر کورنۍ باندې هم تور لګول کیږي چې خپل ځان یې بډای کړی دی. خو د وخت په تیریدو او د ټاکنو د کمیسیون د پریکړې له رسمي اعلان سره به هم د شریف بریا او هم د هغه راتلونکې سیاستونه روښانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل