د شخصي امنيتي کمپنيو د تړلو ضرب الاجل نور هم وغځېدئ
۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبهکرزي اوس هغوئ ته د ۲۰۱۳ کال تر سپتمبر پوري وخت ورکړی، چي خپل فعاليت ته دوام ورکړي او تر هغه وروسته دي خپلي دروازې وتړي.
دا څووم وار دئ چي کرزی د دغو شرکتونو د تړلو موده اوږدوي. د حکومت د دې اقدام، وجه تر اوسه نه ده معلومه، خو په تيرو شپږو مياشتو کي پر ملکي خلکو او پوځيانو باندي يو لړ خونړۍ حملې شوي دي.
کرزي چي په کابل کي د اختلاس او اداري فساد پر ضد د مبارې يوې غوندي ته وينا کوله وويل: «موږ هغوئ ته اجازه ورکوو چي ۱۸ مياشتي نور هم خپل کار ته دوام ورکړي، خو يو نيم کال وروسته زموږ وزير به د دغو کمپنو دروازې وتړي.»
هغه يو ځل بيا شخصي امنيتي شته والی د خپل حکومت له پاره يو تاوان وګانه او وويل: « د شخصي امنيتي قرارداديانو امتيازات دولت کمزورئ کړی، دوئ هغه خدمات عرضه کوي چي د حکومت سکتورنه ئې هم کولای شي.»
کرزي زياته کړه:« يو بل دليل چي ولي حکومت له اختلاس سره سمه مقابله نه شي کولای، دا دئ چي له حکومت سره موازي تأسيسات جوړ شوي.»
افغان ولسمشر وويل: « شخصي امنيتي شرکتونو د هيواد د قانون اجرايي قوتونو ته سختي ستونزي پيدا کړي دي. هغوئ د پرمختيا او د کورنيو چارو وزارت د پوليسو فعاليتونو ته خنډونه اچوي.»
د ۲۰۱۰ کال د اګست په مياشت کي کرزي امر وکړ، چي پرته له هغو شخصي امينتي شرکتونو څخه چي د نړيوالو مؤسسو، سفارتونو او ځينو بهرنيو تا سيساتو د انګړونو ساتنه کوي، نور ټول بايد د نوموړي کال تر پايه خپل بار او بسترې وتړي.
يوې افغاني امينتي سرچينې ويلي، چي د کرزي حکومت په ۲۰۰۹ کال کي هڅه وکړه چي دغه شرکتونه، چي د نا معلو سرچينو څخه مالي مرستي او وسلې تر لاسه کوي، په رسمي توګه له حکومت سره راجيستر کړي، خو حکومت بريالی نه شو.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل