1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شخصي امنيتي کمپنيو د ړنګولو موده تمديد سوه

۱۳۸۹ آبان ۶, پنجشنبه

که د يوي خوا افغان دولت د شخصي امنيتي شرکتونو د ړنګولو امر کړي د بلي خوا دغو کمپنيو ته ورکړل سوي ضرب الاجل بيا دوي مياشتي تمديد سو.

https://p.dw.com/p/PqoU
انځور: AP

تر اوسه پوري ۲۶دغه ډول شرکتونه منحل اعلان کړاي سوي د ي.

افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ خصوصي امنيتي کمپنيو ته ورکړل سوي موده د دوو نورو مياشتو لپاره وغزوله.

د کورنيو چارو وزير وايي چي تر اوسه پوري يې د منحل سوو شرکتونو څخه ۲۵۰۰ ميله ډول ډول وسله را ټوله کړې ده.

جنرال بسم الله همدا راز د يوه داسي ګډ کمېسيون د جوړلو خبر ورکړی چي د خصوصي امنيتي کمپنيو د بې وسلي کولو په برخه کي به کار کوي.

دا کمېسيون دنده لري چي په لومړي ګام کي هغه خصوصي امنيتي شرکتونه چي قانوني جواز نه لري ړنګ کړي.

په دوهم ګام کي هغه شرکتونه راځي چي د نړيوالو مرکزونو او د پرمختيايي پروژو او د پوځي اکمالاتي کتارونو د امنيت د تامينولو په برخه کي فعاليت کوي.

د جنرال محمدي د وينا له مخه افغان کورني ځواکونه به د دغو شرکتونو تشه ډکه کړي.

« ۲۶ شرکتونه تر اوسه منحل سوي، د ليندۍ د مياشتي تر ۲۶مي پوري به ټول دغه خصوصي شرکتونه ړنګ سي، د بهرنيو ځواکونو د کتارونو، مرکزونو او نورو تاسيساتو امنيتي مسوليت به افغان ځواکونو ته وسپارل سي».

کله چي دوې مياشتي د مخه افغان حکومت د دغو کمپنيو د ړنګولو امر وکړ نړيوالو مرستندويانو د خپلو هغو پروژو د امنيت په اړه انديښنه وښوده چي د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي رواني دي.

داسي ګنګوسي هم سته چي د افغان حکومت د دغه پلان پر سر د کابل او امريکا ترمنځ اړيکي هم ترينګلي سوي دي.

خو په کابل کي د امريکا سفير دغه ګنګوسي رد کړي. جنرال کارل ايکن بيري وويل چي امريکا او ناټو د افغان ولسمشر د دغه فرمان پوره ملاتړ کوي.

« د حامد کرزي دا فرمان ډير مهم دی، يوناما، د امريکا سفارت اوپه افغانستان کي ميشت د ناټو ځواکونه يې بايد ومني، دا د خپلواکۍ پر لور د افغان دولت يو مهم ګام دی چي اخلي يي، موږ يي پوره ملاتړ کوو».

ويل کيږي چي اوس مهال په افغانستان کي ۵۴ کورنۍ او بهرنۍ امنيتي کمپنۍ په فعاليت بوختي دي چي غټ شمېر يې د فعاليت موقت جوازونه لري.

د دغو شرکتونو د ړنګولو په اړه وروسته ترهغه پريکړه وسوه چي په ډيرو مواردو کي ولسي افغانان د دغو شرکتونود افرادو له لوري وځورول سول.

ولسمشر کرزي په خپلو تيرو ويناوو کي دغه شرکتونه د افغانستان په خير نه بلکي د تباهي د اصلي لامل په توګه ياد کړل.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل