1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شانګهای همکاریو سازمان د افغانستان په اړه بحث کوي

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) ویلي دي چې په افغانستان کې به د «ډیر حساس وضعیت» په اړه خبرې وکړي. دغه سازمان چې چین او روسیه یې مشري پر غاړه لري، به په راتلونکې اوونۍ کې په ازبکستان کې غونډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1JBKU
په ۲۰۱۵ کال کې د شانګهای د غړو هیوادونو غونډهانځور: picture-alliance/dpa

د کرملین مرستیال یوري یوشاکوف، د چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اوس شاوخوا ۶۰۰۰۰ یاغیان په افغانستان کې په جګړه بوخت دي، چې له ډلې څخه یې ۱۰۰۰۰ د اسلامي دولت ترهګرې ډلې تر بیرغ لاندې جګړه کوي.

د امنیت او همکاري سازمان چې د پخواني شوروي غړي هیوادونه لکه قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او اوزبکستان یې هم بشپړ غړیتوب لري، ښایي ایران د خپل اووم غړي په توګه ومني.

یوشاکوف ویلي دي: «زموږ موقف روښانه دی: ایران د غړيتوب له پاره خپله غوښتنه د ۲۰۰۸ کال په اپریل میاشت کې استولې ده. اوس پر ایران باندې لګیدلي نړیوال بندیزونه له منځه تللي دي نو له دې کبله روسیه فکر کوي چې د ایران د نه منلو له پاره هیڅ کوم دلیل شتون نه لري.»

دغه روسي چارواکي همداراز روښانه کړې ده چې پاکستان او هندوستان به د شانګهای همکاریو سازمان بشپړ غړیتوب د دې سازمان په راتلونکې غونډه کې چې په ۲۰۱۷ کال کې په قزاقستان کې ترسره کیږي، ترلاسه کړي.