1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هند کنفرانس د افغانستان له پاره مهم دئ»

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه

افغان سوداگر د دهلي کنفرانس د هيواد د اقتصادي نظام له پاره زیات مهم بولي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان د اقتصادي چارو په اړه خبري وسي.

https://p.dw.com/p/15Gui
انځور: DW

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتي په اته ویشتمه نیټه به د هند په پلازمینه نوي دهلي کې د افغانستان د راتلونکي اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه مهمه غونډه جوړه شي. ایران او پاکستان هم په دغه ناسته کې ګډون کوي.

د دې کنفرانس مهمې برخې د افغانستان د کانونو استخراج، کرهڼه، بیا رغاونه، بریښنا، ترانسپورت او پانګونه ده اودا به افغان حکومت ته په ډاگه شي، چې کومې پروژې د توکیو په کنفرانس کې د بحث له پاره لومړي توب لري.

د راپورونو له مخې په دې یوه ورځني کنفرانس کې به افغانستان ته د امنیت او ثبات د راوستلو په پروسه کې د سیمې د هیوادونو د ونډې پر میکانیزم هم خبرې وشي.

د نوې دهلي د کنفرانس مشري به افغانستان کوي او د جنوبي آسیا د یو شمیر هیوادونو ترڅنګ به د منځنۍ آسیا او نړیوال بانک استازي هم پکښې ګډون ولري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحید الله غازی خیل، وایي چې د هند په کنفرانس کې د افغانستان د سکتوري وزارتونو او خصوصي سکتور استازي ګډون کوي چې د خپلو بریاوو، پرمختګونو او د راتلونکو کارونو پر وړاندې پرتې ستونزې په نخښه کړي:

«موږ به خپل فرصتونه، امکانات، او نیمګړتیاوي دنیا والو ته ووایو، چې موږ کوم فرصتونه لرو او هغوی په کومو برخو کې په افغانستان کې پانګونه کولای شي. په دغه کنفرانس کې به د افغانستان بیلا بیل وزارتونه ونډه ولري او هر وزارت به خپلې ستراتيژۍ تشریح او وړاندیزونه وړاندې کړي.»

ښایي په دغه کنفرانس کې د ایران، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، روسیې، اذربایجان، چین، هند، قرغیزستان، عراق او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران هم گډون وکړي.

پر دې سربیره به د آلمان، فرانسې، ناروې او د بریتانیا په شان د یوشمېر لوېدیځو هیوادونو او دغه راز د اسلامي کنفرانس او د شانګهای د همکاریو د سازمان په شمول د څوارلسو نړیوالو ټولنو استازي هم په دې غونډه کې ګډون ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو چارواکي هم د هند کنفرانس ډیر ګټور ارزوي او په افغانستان کې ئې د نړیوالو پانګوالو د پانګي اچوني د راخپلولو له پاره یو ګټور ګام بولي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو د مدیره پلاوي مرستیال صدیق الله نصرت، د دهلي کنفرانس د پایلو په اړه خوشبینه دئ:

«دا چې دا کنفرانس د توکیو له کنفرانس څخه د مخه جوړیږي او حکومت به خپلي هغه بنسټیزې پروژې چې د توکیو په غونډه کې ورته له نړیوالو د تمویل د سرچینو د برابرولو غوښتنه کوي، وړاندي کوي. نو زموږ په نظر به دا غونډه ډیرې ملموسي پایلي ولري او دا به د توکیو غونډي ته یو ښه تیاری وي.»

افغان حکومت دمګړۍ د توکیو او دهلي د کنفرانسونو په تیاریو بوخت دئ. ویل کیږي چې د دهلي په کنفرانس کې به ډیر تمرکز په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پر پانګونه وي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض