1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيمه ييزو پوليسو ترڅنگ اولسي پوليس جوړيږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۱۲, پنجشنبه

افغان حکومت غواړي د دغه هيواد د کلیو او ليري پرتو غرنیو سیمو د ساتلو له پاره د پولیسو په چوکاټ کې نوی ځواک رامنځ ته کړي. دغه ځواک ته د اولسي پولیسو نوم ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/17Uxd
انځور: DW

افغان حکومت وايي، چي په لومړی سر کي به دغه اولسي پوليس په کابل، بغلان، هرات، بلخ، کندوز، بامیان، غور او هلمند ولايتونو کي رامنځته کیږي.

دا ګام په داسي حال کې پورته کیږي چې د امریکا دفاع وزارت څه موده دمخه اندیښنه ښولي وه چي یو شمیر ليري پرتي سیمي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بیرته د زورپالولاس ته لویږي.

د کورنیو چارو وزارت نطاق صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۳۱) په کابل کي خبریالانو ته وویل چې دغه پولیس به دنده ولري، هغه سیمي چې د دښمن له ګواښ سره مخامخ دي له هغوي څخه وساتي.

اولسي پولیس به وسله نه لري لیکن د پولیسو جامې به اغوندي او تر ډیره بریده به له ملي پولیسو سره د استخباراتي اجنټانو په توګه په کلیو او بانډو کې د سمون راوستلو له پاره کار کوي.

په دې اړه صديقي وويل: «د دې له پاره چې موږ په ولسواليو، کليو، لوی ښارونو او ليري پرتو سیمو کې د قانون واکمني ټینګه کړو د ملي پولیسو له دننه څخه یو نوی ځواک جوړوو چې هغو ته اولسي پولیس وایو، دا ځواک به وسله نه ګرزوي، لیکن د پولیسو په څير اختیارات به لري.»

کله چې دوه کاله دمخه د لومړي ځل له پاره د ملي پولیسو تر څنګ سیمه يیز پولیس رامنځته شول هغه مهال خلک اندیښمن ول چې، ښايي بیا به زورواکۍ او پاټک سالارۍ ته لاره اواره شي ځکه سیمه يیز پولیس به د قانون واکمنۍ ته ځانونه ژمن و نه بولي.

خو آیا اولسي پولیس به وکړای شي چې په تش لاس د قانون واکمني په ليري پرتو سیمو کې ټینګه وساتي او آیا هغوی به له سیمه يیزو پولیسو څخه په جلا توګه خپل اصول په پام کې ولري؟

د ولسي جرګې غړي فاطمه عزیز د اولسي پولیسو رامنځته کیدو ته د شک په سترګه ګوري او د هغوی او سیمه يیزو پولیسو تر منځ کوم توپیرنه ویني:

«زما په اند سیمه يیزو پولیسو په خپلو سیمو کې له وسلي ناوړه ګټه اخیستي ده پر خلکو یي زورزیاتی کړی دی او هغوی يې ځورولي دي. نو اولسي پولیس به هم همداسي وي، ځکه هغوی په ډیرو مواردو کې له ملي پولیسو بیل دي او د قوماندانانو لارښووني هم نه مني.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې اولسي پولیس به له سیمه ييزو پولیسو سره لوی توپير ولري. د دغه وزارت وياند صدیق صدیقي وايي، سیمه يیزو پولیسو ته حرفوي زده کړي ورکړل شوي دي او هيڅکله به ولسونه و نه ځوروي:

«موږ غواړو چې د پولیسو او خلکو تر منځ د اعتماد فضا رامنځته کړو چې تر اوسه تر ډیره په دغه کار کې بریالي شوي نه یو، زموږ موخه دا ده چې پولیس وکړای شي د خلکو په دننه کې وي تر څو د هغوی ستونزي له نږدې حل کړي.»

د ولسې جرګې غړی لالی حمیدزی، بیا وایي، دولت تر اوسه پوري د پولیسو له پاره د یوه چوکاټ په رامنځته کولو نه دی بریالی شوی داسي چوکاټ چې پکې ټول اړخونه په پام کې نیول شوي وي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر راتلونکي پسرلي پوري به په اتو ولایتونو کې اولسي پولیس رامنځته کړي. دغه پولیس به په لومړي سر کې آزمایښتي بڼه ولري او که چیري ګټور ثابت شي تر راتلونکو درو کلونو پوري به دغه لړۍ ټول افغانستان ته وغځول شي.