1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د محلي پوليسو روزنه ځای ځای ځنډول سوې ده»

۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د سیمه يیزو پولیسو مشر وایي، چي د دغه ځواک د روزني پروسه په بشپړه توګه نه ده ځنډول شوي. تر دې دمخه يو شمېر رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي گويا امريکايي ځواکونو د افغان امنيتي ځواک د روزني پروسه درولې ده.

https://p.dw.com/p/162El
انځور: AP

د واشنګټن پوست ورځپاڼي په ګډون یو شمیر رسنیو راپور ورکړی وو، چي امریکايي چارواکو په دې دليل چي د افغان امنيتي ځواک له خوا پر بهرنيو سرتيرو يرغلونه ډير سوي دي د دغه ځواک روزنه د څه وخت له پاره ځڼدولې ده.

د سیمه يیزو پولیسو قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي نن په یوه لنډ تلیفوني تماس کي دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چي دغه بهیر په بشپړه توګه نه دئ ځنډول شوی. خو په یو شمیر سیمو کي د دې له پاره چې د نویو جذب شویو سرتیرو په اړه څېړنه وشي او شته شکونه له مینځه ولاړ شي دا پروسه ځنډول شوې ده.

په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو وياند توماس کولاينس ويلي دي، چي د نويو جذب سوو کسانو د څېړنو په خاطر ئې د محلي پوليسو د روزلو پروسه ځنډولې ده.

د سیمه يیزو پولیسو د رامنځته کولو مفکوره د امریکايي جنرالانو وه، چي تیر کال عملي شوه. دغه ځواکونه د امريکايي ځواک له خوا روزل کيږي

د ملي اردو ځواک د روزني په کمپ کي
د ملي اردو ځواک د روزني په کمپ کيانځور: picture-alliance/dpa

د دغه ځواک لومړۍ جوپه ځواکونه د میدان وردګو په ولایت کي په دندو وګمارل شول او هغه مهال هم اندیښنې موجودي وې، چې گويا دغه ځواکونه به وروسته حکومت او خلکو ته په سر خوږي واوړي.

واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼي هم په خپله ننۍ ګڼه کي ليکلي دي، چي امریکايي پوځيانو د هغو دیرشو زرو افغان ځواکونو د جذب پروسه ځنډولې ده، چي ټاکل شوې وه د دوی له لوري و روزل شي.

ورځپاڼي ویلي دي، چارواکي ویره لري چي ښايي طالبانو د هغو په ډله کي ځانونه ځای کړي وي او له هغه ځایه پر بهرنیو سرتیرو او پوځي روزونکو ګوزارونه وکړي.

دغه ډول بریدونو ته د دوستانه بریدونو نوم ورکړل شوی دئ، او کچه ئې په روان کال کې خپل لوړ حد ته رسېدلې ده.

رسمي ارقام ښيي چي د روان کال له پیل راهیسي په دغه ډول ۳۳ بریدونو کي نزدې څلوېښت بهرني همکاران وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپيان دي.

د افغانستان د سیمه يیزو پولیسو چارواکي وايي، چي دوی د د غه ډول بریدونو د مخنیوي له پاره تدابیر نیولي دي. د قوماندان ګل نبي احمدزي په خبره، سیمه يیزو پولیسو په يو شمېر سيمو کي طالبان او نور زور پالي ټکولي دي او د ملي پولیسو تر قوماندې لاندي فعاليت کوي.

د ملي پوليسو د روزلو پروسه اوس هم روانه ده
د ملي پوليسو د روزلو پروسه اوس هم روانه دهانځور: picture-alliance/dpa

دی زياتوي چي دوی تر اوسه پوري داسي کومه پیښه نه ده ثبت کړې چي پکښې د سیمه يیزو پولیسو د تخطۍ ثبوت وشي.

خو دا په داسي حال کې ده چي د راپورونو له مخي همدا نن سهار د کندز په يوه کلي کي سیمه يیزو پولیسو لس کسه وژلي دي او یو شمېر نور ئې زخمیان کړي دي.

په شمال کې د ملي پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي ويلي دي، چي د دغه پېښي په اړه پلټني پيل شوي دي او تر اوسه نور جزئیات نه شي ورکولای.

د احمدزي په وینا د سیمي خلکو دوی ته ویلي دي چي سیمه يیزو پولیسو په یوه کلي کي یو شمیر خلک وژلي دي. خو ده وویل چي دا خبره تر اوسه د ادعا په حد کي ده او له تحقیقاتو وروسته به ئې څرنګوالی معلوم شي.

د بشرد حقونو مدافع ډلو او مدنی بنسټونو د سیمه يیزو پولیسو له تشکیل څخه اندیښنه ښولې وه خو افغان او امریکايي پوځي چارواکو ویلي ول، چي سیمه يیز پولیس د دوی تر پوره کنترول لاندي دي او د هري سیمي خپل ځوانان دي چي خپل کلي به د زور پالو له شره ساتي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل