د سوریې له پاره ټاکونکې اوونۍ
۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبهد سوريې جمهور رئيس بشارالاسد، د امريکا له CBS تلويزيون سره په مرکه بيا هم هغه تورونه رد کړل چي گويا د روان کال د اگست د مياشتي پر ۲۱ نېټه يې پوځ دمشق ته نژدې زهرجن گاز استعمال کړی دی. خو هغه په عينی حال کي وويل چي هيواد يې د امریکا متحده ايالاتو يوه پوځي بريد ته تياری نيولی دی.
په پلان کي ده چي دغه مرکه به د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۹مه نیټه) خپره سي. خو ژورناليست چارلي روزه، چي له بشارالاسد سره يې مرکه کړې ده په CBS تلويزيون کي د مرکي په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د بشارلاسد په حواله وویل: «په دې اړه هيڅ اسناد وجود نه لري چي ما دي پر خپلو هيوادوالو باندي کيمياوي وسلې استعمال کړي وي... او که د اوباما حکومت په دې اړه شواهد لري، نو هغوی يې بايد وړاندي کړي.»
روز زياته کړه چي اسد د امريکا متحده ايالاتو د بريد په صورت کي د جوابي بريد د ترسره کولو خبره کړې ده. د اسد په خبره دغه بريد کيدای سي د هغو کسانو له خوا تر سره سي چي له امریکایانو سره اړيکي لري. ژورناليست روز وويل: «هغه [بشارلاسد] امريکايانو ته يو پيغام لري چي وايي په نژدې ختيځ کي په جگړه کي ښکېلېدل به د دوی له پاره ښه تجربه نه وي.»
په پارلمان کي د مقاومت تمه کيږي
په پام کي ده چي د امریکا متحده ايالاتو کانگرس به د دوبي تر روخصتيو وروسته د دوشنبې په ورځ پر سوريې باندي د پوځي بريد په اړه بحث پيل کړي. اوباما غواړي چي له کانگرس څخه پر سوريې باندي د پوځي يرغل موافقه ترلاسه کړي. خو په هر صورت کې داسي ښکاري چي په کانگرس کي به په دې اړه مقاوت په ځانگړې توگه پارلمان کي زيات وي. خو د پريکړندي موافقې تمه د کانگرس د کار د دوهمي اوونۍ په نيمايي کي کيږي.
د سه شنبې په ماښام به بارک اوباما، پر سوريې باندي د بريد په اړه د موافقې تر لاسه کولو په خاطر امریکایانو ته وينا وکړي. په پام کي ده چي د دوشنبې په ماښام به هم اوباما له شپږو تلويزيوني کانالونو سره مرکې وکړي.
د دينس مک دونا، په خبره امریکا متحده ايالات په دې اړه چي د اسد رژيم دي زهرجن گاز استعمال کړی وي سل په سلو کي شواهد نه لري. خو مک دونا له CNN تلويزيون سره په مرکه کي ويلي ول چي د غیر استخباراتي راپورونو له مخي داسي ښکاري چي «د اسد رژيم دي زهرجن گاز استعمال کړی وي.»