د راروانو ټاکنو امنیتي پلان بشپړ شو
۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبهپه دغه پلان کې د ټولو ۶۸۴۵ وړو او لویو ټاکنیزو مرکزونو نقشې، د لویو لارو د امنیتي پوستو او هر مرکز ته د ځانګړو شویو امنیتي ځواکونو ښوول شوی دی.
د کورنیوو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې غونډي پرمهال وویل چې افغان امنیتي ادارو د ټاکنیزو مرکزونو امنیتي پلان بشپړ کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د «دښمن» هیڅ راز دسیسه به خلک د رایه اچولو له بهیر څخه را و نه ګرځوي.
صدیقي دا خبره ومنله چې طالبانو په یو شمیر لیرو پرتو سیمو کې خلکو ته ګواښونه کړي دي چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي، خو هغه ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه به په دغو سیمو کې حضور ولري او له همدې کبله به د افغان حکومت وسله وال مخالفین د رای اچوونې د بهیر مخه و نه شي نیولای. صدیقي وویل چې دا ځل به افغان ځواکونه د ۲۰۰۹ کال د ټاکنو په پرتله په کلیو او لیرو پرتو سیمو کې ډیر فزیکي حضور ولري. هغه زیاته کړه: «د ټاکنو کمیسیون ته مو ډاډ ورکړ چې موږ د ۶۸۴۵ مرکزونو امنیت ساتلو ته چمتو یو [...] موږ سر له اوسه بشپړ ترتیبات لرو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې په دغه برخه کې هیڅ راز اندیښنه و نه لري.»
افغان چارواکي په داسې حال کې د ټاکنو د امنیت ټینګولو خبره کوي چې ویل کیږي اوس هم طالبان د پنځو ولسوالیو کنترول په لاس کې لري. دغه ولسوالۍ په هلمند، غزني او زابل ولایتونو کې پرتې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند روښانه کړه چې د راروانو ټاکنو د امنیت ټینګولو په برخه کې به له سیمه ییزو پولیسو څخه هم مرسته واخیستل شي. هغه وویل: «موږ ټاکنې تر سره کوو او له خلکو غواړو چې له پولیسو سره همکاري وکړي.»
د ټاکنیزو مرکزونو اکمالول
ویل شوي دي چې د رایه اچونې د ۴۴۱ لویو مرکزونو له ډلې څخه ۴۲۵ ته یې ټول لازم مواد استول شوي دي. په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ویاند هاینس فلدمن، هم د ټاکنو په بهیر کې د خپلو قواوو د امنیتي او لوجیستیکي ملاتړ خبر ورکړ.
هغه وویل چې ناټو به د تیر وخت په څير په دغه برخه کې د افغان ځواکونو د غوښتني په صورت کې خپل امکانات له هغوی څخه و نه سپموي. ښاغلي فلدمن وویل: «موږ له خپلو افغان ملګرو سره د هغوی د غوښتنې په صورت کې مرستې کوو. دا هغه څه دي چې نړیولو ځواکونو پخوا هم ویلي وو.»
په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې کیږي. پلان شوې ده چې په همدې کال کې ټول بهرني جنګي ځواکونه هم له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. ډیر شمیر افغانان اندیښنه لري چې افغان ځواکونه به په یوازیتوب د ټاکنو امنیت ټینګ نه شي کړای.