1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د کمیسیون نوماند کمشنران ولسمشر ته معرفي شول

اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۶, یکشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غوراوي کمیټې اعلان وکړ، چې د ۲۷ نوماندو کمشنرانو نوملړ یې افغان ولسمشر ته استولی دي. له دغه جملې څخه به اوس ولسمشر نهه تنه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمشنرانو په توګه وټاکي.

https://p.dw.com/p/19FRr
انځور: Getty Images

د مشرانو جرګې مشر او د غوراوي کمېټې ویاند فضل هادي مسلم یار، په کابل کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای ۲۸مه) خبري غونډې ته وویل له ۲۶۹ کسانو څخه چې د ټاکنو کمیسیون د کمشنرۍ له پاره یې فورمې ډکې کړې وې، ۲۷ کسان یې غوره کړل. هغه زیاته کړه:

«د انتخاباتو د کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون د اوومې او اتمه مادې په نظر کې نیولو سره، د ۲۷ کسانو لست د ولسمشر دفتر ته نن رسما وروپیژندل شو چې ولسمشر به له دغو کسانو څخه نهه تنه د ټاکنو کمیسیون د کمشنرانو په توګه وګماري، نور صلاحیت د ولسمشر دی چې څوک ټاکي او څوک نه.»

د ۲۷ کسانو په دغه نوملړ کې ۶ میرمنې هم شته چې ټول کسان یې لوړې زده کړې لري او یوازې د افغانستان تابعیت لرونکي دي.

نورالحبیب نثار، جنیدالله ظهیر، سید رحیم ستار، عبدالرحمان هوتکي، گلالی اچکزی، شریفه زرمتي وردک، عزیزه عدالتخواه، اسدالله فلاح، سریر احمد برمک، عبدالغیور، جارالله منصوري، سید فاروق عمر، محمد علم پیکان، محمد حسین گرزیواني، قاضي ثریا احمدیار، محمد عزیز بختیاري، معصومه مرادي، عبدالغني کاظمي، دین محمد جاوید، لیلا احراري، سلیمان حامد، احمد یوسف نورستاني، کشن سنگهـ هنریار، حاجي امام قل صابر، اجمل بلوچ زاده، عبیدخان نوري او خواجه محمد صدیق حمید صدیقي هغه کسان دي چې د غوراوي کمیټې له لوري د کمشنرانو په توګه ولسمشر ته معرفي شوي دي.

ښاغلی مسلم یار زیاتوي چې د ټاکنو کمیسیون د کمشنرانو له پاره نور شرطونه لکه پنځه کلنه کاري تجربه او د جرمی دوسیو نه لرل په پام کې نیول شوي دي. دغه نوملړ داسې مهال ولسمشر کرزي ته معرفي کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوموړي کمسیون د جوړښت، دندو او واکونو قانون او د غوراوي کمېټه له اساسي قانون سره په ټکر کې بللي ده.

خو د غوراوي کمېټې ویاند فضل هادي مسلم یار وايي چې د ټاکنو د کمیسیون له پاره د نوماند کمشنرانو لست یې د قانون په رڼا کې چمتو کړی دی: «په دې کې موږ کوم فرمایش نه لرو، موږ د قانون له حکم سره سم د ۲۷ کسانو نوملړ ولسمشر ته معرفي کړی دی او دا د ولسمشر صلاحیت دی.»

خو ښاغلي مسلم یار له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ټاکنو کمیسیون له پاره دې د کمشنرانو په ګمارلو کی قومي او جنسیتي انډول په پام کې ونیسي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ ټاکنیز قوانین د ملي شورا تر تصویب وروسته ولسمشر کرزي هم توشیح کړل، خو په اړه یې د نظر اختلاف اوس هم د ټاکنو کمیسیون او یو شمېر کړیو ترمنځ پرځای پاتې دی.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.