د امریکا ملکي محکمه به د جوهر قضیه وڅیړي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۳, سهشنبه
د بوستن په ډله ییزه ځغاسته کې تر دوو پرله پسې چاودنو یوه اوونۍ وروسته، امریکايي چارواکو په دې پېښه کې پر جوهر څارنایف باندې د ډله ییزو وسلو د کارولو تور لگولی دی. له دې سره نو جوهر څارنایف ته د مرگ سزا هم اورول کیدای شي. د بوستن په بمي چاودنو کې درو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۸۰ څخه ډیر نور ټپیان شول.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې جوهر به د امریکا په جنایي قضايي سیستم کې محاکمه شي. د سپینې ماڼې ویاند جې کارني په دې اړه ویلي دي: «له هغه سره به د جگړې د یوه بندي په توگه جلند و نه شي. موږ به دغه ترهگر په خپل ملکي قضایي سیستم کې محاکمه کړو. د قانون له مخې، امریکايي وگړي په پوڅي کمېسیونونو کې محاکمه کیدای نه شي.»
که څارنایف د جگړې د یوه بندي په توگه محاکمه شوی وای، نو څیړونکو به د هغه د محاکمه کولو پر مهال لا ډیر امکانات لرلي وای.
څارنایف اوس په روغتون کې دی. قاضیانو دغه شکمن وگړي ته په روغتون کې پر هغه باندي لگیدلي تورونه واورول.
۱۹ کلن څارنایف اوس د هغه پر ستوني باندي د راوارد شویو ټپونو له کبله خبرې نه شي کولای. هغه په اصل کې چیچینايي دی، خو په وروستیو کلونو کې یې د متحده ایالاتو تابعیت اخیستی وو.
د جوهر څارنایف مشر ورور ۲۶ کلن تاميرلن څارنایف، تیره اوونۍ له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. پر دغو دواړو ورونو باندي د بوستن په ډله ییزې ځغاسته کې د بمونو د ایښودلو تورونه لگول کیږي.