1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بوستن پيښي تورن روغتيايي حالت جدي دئ

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د بوستن ښار په بمي چاودنو کې دوهم شکمن ۱۹ کلن جوهر څارنایف، اوس په روغتون کي دی خو نه شي کولای چې له څېړونکو سره خبرې وکړي. زیاته شوې ده، چي هغه د خبرو توان پیدا کړي نو پوښتنې به ورڅخه پیل شي.

https://p.dw.com/p/18K7H
Law enforcement officials stand on Franklin St. as the search for Dzhokhar Tsarnaev, suspect in the Boston Marathon bombings, comes to an end in Watertown Law enforcement officials stand at the scene on Franklin St. as the search for Dzhokhar Tsarnaev, the surviving suspect in the Boston Marathon bombings, comes to an end in Watertown, Massachusetts April 19, 2013. The manhunt for Dzhokhar Tsarnaev, 19, one of two brothers believed to have carried out Monday's attack, took a dramatic turn just minutes after authorities announced they were lifting a shelter-in-place order imposed on the entire city of Boston. REUTERS/Lucas Jackson (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW) eingest. sc
boston polizisten nachtانځور: reuters

د مسي چوستس گورنر دیویل پتریک، د شنبې په ورځ وویل چې دغه شکمن کس په «جدي روغتیایي حالت کې دی خو د هغه د جوړیدو امید شته.» هغه زیاته کړه چې اوس دغه ۱۹ کلن چیچنیایي خبري نه شي کولای.

جوهر د جمعې په ورځ د امریکايي امنیتي ځواکونو په پراخو عملیاتو کي ونیول شو. پر هغه او وژل شوي مشر ورور باندې یې شک کیږي چې د بوستن په ډله ییزې ځغاستي یا ماراتون کې یې بمي چاودنې کړې دي. په دغو دوو چاودنو کې درې کسان ووژل شول او تر۱۸۰ تنو ډیر نور ټپیان شوي دي.

د ۱۹ کلن جوهر مشر ورور تاميرلن (تيمور) نومیده چې د جمعې په شپه د پولیسو له خوا ووژل شو. دغو دواړو ورونو تر هغه مخکې د مسي چوستس د تکنالوژۍ په انستیتوت کې یو تن پولیس هم وژلی وو.

د مسي چوستس گورنو هیله څرگنده کړه چې جوهر ژوندی پاته شي او وشي کولای د پولیسو پوښتنو ته ځواب ووایي. هغه وویل: «موږ ډیري پوښتنې لرو چې ورته باید ځوابونه ورکړل شي.»

رسنیو د امریکایي څیړونکو له قوله لیکلي دي چې جوهر په ستوني کې زخمي شوی او ډیره وینه یې ضایع کړې ده. څیړونکو ویلي دي چې زخم کیدای شي د جوهر له خوا د ځان وژنې د کوښښ کولو له کبله رامنځ ته شوی وي.

ویل شوي دي چې کله جوهر د خبرو کولو توان پیدا کړي نو د څیړونکو یوه ډله به له هغه څخه پوښتنې وکړي. له دغه شکمن وگړي څخه به پرته له دې چې هغه ته یوه اختیاریه چې تل شکمنو کسانو ته اورول کیږي، واورول شي پوښتنې وشي.

څارنایوف ورونه څوک دي؟

دغه دوه ورونه په اصل کې په قزاقستان کې د چیچنیا د یوې وړوکې ټولنې سره تړاو لری. د هغوی کورنۍ په ۲۰۰۱ کال کې داغستان ته کډه سوه. په دغه سیمه کې ډیري اسلامپاله افراطي ډلې موجودې دي. د دغو دوو ورونو مور او پلار اوس هم په همدې ځای کې ژوند کوي.

امریکايي استخباراتي چارواکو دغه دوه ورونه نه څارل، خو د متحده ایالاتو د کورنیو استخباراتو ادارې یا (FBI) ویلي دي چې هغو یو وار د یوه بل هیواد په غوښتنه په ۲۰۱۱ کال کې له تاميرلن (تيمور) څخه څېړنې کړي وې. دې اداري زیاته کړې ده چې هغه دوی داسې کوم شواهد نه ول موندلي چې دغه دوه ورونه دې له ترهگرو یا توند لارو سره تماس ولري.

د دغو دوو ورونو مور او پلار وایي چې د هغوی زامن بېگناه دي او له دې انکار کوي چې زامنو دې یې داسې کار تر سره کړی وي.