1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوتکو د برید شرایط

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه

امریکا د ډرون حملو د شرایطو په اړه توضیحات خپاره کړي دي. سپینې ماڼۍ د ولسمشر بارک اوباما له خوا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په هکله د دری کاله مخکې ورکړل شوو لارښوونو جزئیات خپاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Jd2Q
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Tsgt. Robert Cloys

دغه لارښووني تر هیواد د باندي تروریستي ډولو په نښه کولو او د ملکي او بې وسلې خلکو د ژغورنې له پاره ورکړل شوي وې.

د «ولسمشریزي پالیسۍ هدایت» تر نامه لاندي د سپيني ماڼۍ له خوا په ورکړل شوو لارښوونو کې ویل شوي دي چې امریکا به بې له جنگي شرایطو یوازي په هغه صورت کې په یوه دوهم هیواد کې په مستقیم ډول عمل وکړي چې «تقریباً دا خبره یقیقي» وي چې هلته ترهگریز هدف موجود دی او دا چې هیڅ یو عام وگړي ته به ځاني زیان نه رسیږي.

د دغه امر پر بنسټ د یوه قانوني هدف پر وړاندي یوازي په هغه صورت کې عمل کولو ته جواز ورکول شوی، چې هغه په پرله پسې او واضح ډول د امریکایانو له پاره خطر وي.

د دغو اوامرو يا هدایاتو په اړه خپاره شوو تفصیلاتو څخه د ډرون حملو او نورو مستقیمو بریدونو په هکله لا زیات شرایط روښانه شوي دي. په دې برخه کې ابتدایې معلومات هغه وخت عام شول چې اوباما او نورو امریکایې ملگرو یې په ۲۰۱۳ م کال کې یوه حقايق نامه ترتیب کړی وه.

د اوباما او نورو امریکایې چارواکو له خوا د ډرون بریدونو له پاره د تقریباً یقیق کچې اصولو خبره څو ځلې مخکې هم شوی وه، خو دې کار د بې پیلوټه الوتکو د منتقدینو خوله بنده نه شوای کړای.

د موضوع اړوند نور مطالب:

د امریکا د ولسمشر له خوا د خپاره شوو لارښوونو پر بنسټ که هدف پر یوه امریکایې وکړي د بې پیلوټه الوتکې برید وي، په هغه صورت کې باید له ولسمشر څخه اجازه واخیستل شي. همدارنگه که د یوه غیر امریکایې په نخښه کولو په اړه د اړونده مسئولینو تر منځ د نظر اختلاف موجود وي، په هغه صورت کې به هم له ولسمشر څخه اجازه اخیستل اړین وي. بې له دې چې په نورو حالاتو کې مخکې له مخکې د ولسمشر خبرول اړین بلل شوي، خو له هغه څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نشته.

مخکې تر دې د امریکایې چارواکو له خوا ویل شوي ول چې پاکستان، یمن او دې ته ورته نورو هیوادونو کې چې امریکا نیغ په نیغ په ځمکنۍ جگړه کې ښکیله نه ده، د ترهگرو پر ضد ترسره شوو بریدونو کې ۱۱۶ ملکي خلک وژل شوي دي.

دا لومړی وار وو چې د امریکایې چارواکو له خوا د ملکي خلکو د وژل کیدو په هکله توضیحات وکړل شوي وو. د بشري حقونو سازمانونو او نورو ډلو له خوا د عاجل غبرگون په ترڅ کې وویل شول چې امریکایې چارواکو د ملکي تلفاتو شمیر کم ښودلی دی.

د امریکا د داخلي استخباراتو ادارې مشر جیمز کلیپر له خوا په خپاره شوي یوه رپوت کې ویل شوي دي: امریکا د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۵م کال تر دسمبر مياشتي پوري د ترهگرۍ پر ضد مبارزې په ترڅ کې ۴۷۳ بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي بریدونه هم شامل دي. د دغه رپوټ په دې بریدونو کې د۲۳۷۲ او ۲۵۸۱ تر منځ ترهگر وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب