1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا منصور د موټر چلونکي ورور پر امریکا دعوا کوي

۱۳۹۵ خرداد ۱۰, دوشنبه

د طالبانو پخوانې مشر ملا منصور په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د هغه د موټر چلونکي ورور پر امریکایې چارواکو د قتل او تروریزم تور لگولې دی او د خپل ورور له پاره د عدالت غوښتنې په هڅه کې دی.

https://p.dw.com/p/1Iwro
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Salam Khan

ملا منصور د می میاشتې په ۲۱ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د احمدوال ښار ته نږدې په یو موټر کې د حرکت په حال کې وو چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.

امریکایې چارواکو دغه موټر چلونکی د «دویم جنگیالي» په توگه معرفی کړی دی، خو د پاکستاني چارواکو په خبره، نوموړی شخص چې محمد اعظم نومیده په کوټه ښار کې د کرایې موټرو له یوه شرکت سره کار کاوه.

د محمد اعظم ورور محمد قاسم ویلي دي ورور یې بې گناه وو. د هغه په خبره محمد اعظم څلور اولادونه لري، چې د هغوې له پاره د نفقې پیدا کولو پر مهال وژل شوی دی. د پولیسو د دغه رپوټ پر بنسټ قاسم ویلي دي: «امریکایې چارواکو چې نومونه یې نه پيژنم له رسنیو سره په خبرو کې د دغې پيښې مسئولیت پر غاړه اخیستې دی. نو زه هم د عدالت د تامین، او د عاملینو(زما د ورور د قاتلانو) پر وړاندی د قانوني اقداماتو غوښتونکې یم.»

قاسم زیاته کړی ده: «زما ورور بی گناه وو، ډیر بیوزله وو، او څلور ماشومان ترې پاتې شوي دي. هغه د کور یوازنې نفقه راوړونکی وو.»

نوموړي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «زما موخه زما د ورور د بې گناهۍ ثابتول دي چې د یوه ترهگر په توگه معرفي شوی دی. په داسې حال کې چې هغه یوازې یو موټر چلونکی وو.»

نوموړي زیاته کړه چې د ورور کورنۍ یې تر اوسه پورې د «خون بها» غوښتنه نه ده کړی. سیمه ېېزو چارواکو د یکشنبې په ورځ منلې ده چې دغه کس خپل شکایت لیک ثبت کړی ده خو جزئیات یې نه دي ورکړي، چې کوم اقدامات تر لاس لاندې لري.

په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د «ډي. ان. ای» ارزونه تائيدوي چې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوې کس ملا اختر محمد منصور وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب