د ایران د اتومي شخړې پر سر د نویو خبرو غوښتنه
۱۳۹۲ مرداد ۲۷, یکشنبهد اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې او د ایران د اتومي پروگرام په اړه د د نړیوالې ټولنې مشرې مرکچۍ کترین اشتون، د ایران د بهرنیو چارو له نوي ټاکل شوي وزیر جاوید ظریف، سره د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست اولسمه) تلیفوني خبرې اترې کړي دي. اشتون د ایران د بهرنیو چارو نوي وزیر ته ویلي دي چې د دغه هیواد د اتومي پروګرام په هکله په خبرو اترو کې د پرمختګ رامنځ ته کیدو هیله لري.
د اشتون او ظریف تر منځ دغه تلیفوني خبرې اترې وروسته له هغه تر سره شوې چې د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني، د بهرنیو چارو د نوي وزیر د لوړې په مراسمو کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې د ایران نوې بهرنۍ پالیسي به د پخوا په پرتله یو څه نرمه وي.
د اشتون د ویاند له لورې په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې هغې د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر ته مبارکي وویله او له دیپلوماتیکې لارې د ایران د اتومي شخړې د حلولو له پاره یې د خپلو هڅو د جاري ساتلو ژمنه وکړه.
په بیانیې کې راغلي دي چې کاترین اشتون له ظریف سره د «ژر» ملاقات کولو په سر هوکړې ته رسیدلې ده. اشتون له تهران سره د ایران د اتومي شخړې په اړه د خبرو اترو په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د پنځو دایمي غړو او آلمان ځانگړې استازې ده.
«جدي او دومداره»
تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني، ویلي وو چې له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرو اترو ته چمتو دی. اوسه پورې په دې اړه د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د خبرو اترو څلور دورې پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې دي.
روحاني په خپلو خبرو کې ویلي وو: «موږ چمتو یو چې په جدي او دوامداره خبرو کې د وخت د ضایع کیدو پرته ګډون وکړو.» هغه په عین وخت کې خبرداری ورکړ چې ایران د لویدیځ له لوري ګواښونه نه شي منلای.
روحاني یادونه کړې وه چې د ایران بهرنۍ پالیسي به د تکراري شعارونو په رڼا کې پلي نه شي: «په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو یو پیغام دا وو چې هغوی په بهرنۍ پالیسي کې بدلون غواړي. دا زموږ د اصولو د پریښودو معنی نه لري بلکې دا په میتود کې د بدلون راوستلو په معنی ده. موږ به له خپلو ملي ګټو څخه په کلکه دفاع وکړو، خو دغه کار به په ښه، دقیق او معقول ډول وشي.»
ایران د سنتریفیوژونو په اړه د ملګرو ملتونو شمیرې تایید کړې
د ایران د اتومي پروګرام تلونکي مشر فریدون عباسي دواني، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد یې ۱۸۰۰۰ سانتریفیوژونه لري چې له پنځه سلنو څخه تر شل سلنو پورې د یورانیمو د غني کولو وړتیا لري.
د دغو سانتریفیوژونو په ډله کې ۱۰۰۰ یې عصري دي چې اټکل کیږي د یورانیمو د غني کولو د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د اتومي انرژي نړیوال سازمان د ۲۰۱۳ کال د مې په میاشت کې ویلي وو چې ایران په ټولیز ډول دغه شان ۶۸۹ سانتریفیوژونه او د سانتریفوژونو خالي بکسونه نصب کړي دي.
ایران پر دې خبره باندې ټینګار کوي چې اتومي پروگرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري. خو نړیواله ټولنه پر ایران باندې د اتومي بم د جوړولو شک کوي.