1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتومي انرژي ادارې له خوا پر ایران باندي فشار زیات سوی دی

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه
https://p.dw.com/p/16tDQ

د امریکا متحده ایالاتو ایران ته د هغه د اتومي پروگرام په اړه یو وار بیا وخت وټاکه. د امریکا خاص استازي رابرت ووډ په وین کی د ملگرو ملتونو د والیانو د شورا په مخکي وویل چي د مارچ تر میاشتي پوري تهران مجبور دی چي د IAEA په نامه د اتومي انرژۍ له ادارې سره یوه تفاهم ته ورسیږي. که ایران له دغه کاره ډډه وکړي بیا به نو د هغه ځای د وسلو په هکله پلټني تر سره سي او د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کي به ثبت سي. همدارنگه د دغي ادارې مشر یو کییا امانو د تهران له مشرتابه څخه وغوښتل چي د دغو وسلو پلټنو ته دي اجازه ورکړي. غربی نړۍ له کلونو راهیسي پر ایران تور لگوي چي د ملکي اهدافو د کارولو په بهانه په پټه اتومي وسلې جوړوي.