1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدي نوي ګواښونه تر کومه ځايه جدي دي

۱۳۹۰ تیر ۱۸, شنبه

امریکا وایی د «ګيډي بم» يا „belly bomb“ چی بدنی بم هم ورته وايی، د ترهګري هغه نوي وسله ده چي ښايي القاعده تري کارواخلي. دغه ډول بم کيداي شي چي د انسان د بدن په دننه کي ځاي پرځاي شي او يا د ستوني له لاري ګيډي ته واچول شي

https://p.dw.com/p/11s7z
لوڅ بدن سکنر چی اوس په ځینو هوایی ډګرونو کی تری کار اخیستل کیږی
لوڅ بدن سکنر چی اوس په ځینو هوایی ډګرونو کی تری کار اخیستل کیږیانځور: AP

ويل شوي دي چي د القاعدي تروريستي شبکه د ځانمرګي بريدونو د يوي نوي وسيلي څخه د کار اخيستو هڅي لري. خو دا ويره چي ترهګر به په اصطلاح د «بدني بم» څخه کار واخلي، کومه نوي خبره نه ده.

په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې القاعدي همداسي يوبريد د سعودي عربستان د ترهګري ضد مشرباندي تر سره کړ. بريد کونکي هغه وخت مړ چي بم د هغه خيټه څيري کړه او په نتيجه کي نوموړي وزير ټپي شو. دا لا تراوسه په سمه توګه روښانه شوي نه ده چي دغه بم د بريد کونکي په کولمو کي کي ؤ او که د هغه په نيکر کي چيرته پټ کړاي شوي ؤ.

ويل کيږي چي د دي حملي پلان جوړونکي، ابراهيم اسيري نوميږي، د القاعدي هغه يو ترهګر او بمب جوړونکي چي نړيواله پلټنه پسي روانه ده. همدا راز په هغه باندي تور لګول کيږي چي نوموړي د متحده ايالاتو د ديترايت په ايالات کي د هغه بريد کونکي چي تر خپل نيکر لاندي يو بم پټ کړي ؤ، مرسته کړي او د Fed-Ex په نامه بار وړونکو الوتکو کي د پاکټي بمونو په ايښودولو کي هم لاس لري.

له څو مياشتو را په دي خوا د استخباراتي سازمانونو مامورين د خپلو څارنو په نتيجه کي موندلي ده چي مشکوک ترهګر په انترنت کي په انساني بدن کي د بم ايښودلو موضوع باندي بحثونه کوي او په دي لټه کي دي چي ځيني ډاکتران راخپل کړي ترڅو په بدن کي د داسي بمونو د «غرس کولو» لپاره ورسره مرسته وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو د ترانسپورت د چارو مشر، جان پيستول په دي نظر دي چي د «بدني بم» څخه د کار اخيستو ليوالتيا زياته ده.

هغه وويل: « مونږ دغه معلومات جدي نيسو. په همدي وجه مونږ خپلو بهرنيو همکارانو او هوايي شرکتونو ته په احيتاطي توګه معلومات ورکړي دي.»

په المان پولیس د ترهګرو په لټه کی له روزل شوی سپیانو خخه کار اخلی
په المان پولیس د ترهګرو په لټه کی له روزل شوی سپیانو خخه کار اخلیانځور: AP

خو پيستول وويل چي په دي هکله بيړني يا خاص ګواښ وجود نه لري. باالقمابل د اسراييلو د هوايي امنيت د ساتني رييس، راوي ران، له سي ان ان سره په يوه مرکه کي وويل چي د «بدني بم» حملي خطر ډير زيات دي.

ران وايي: «مونږ د خپلو تخنيکي وسايلو سره چي زمونږ په اختيار کي دي د بم پلټني او بم موندني ټولي هڅي کړي دي. خو مونږ نه شو کولاي چي دا پيدا کړو چي يو انسان د خپل بدن په دننه کي يو بم پټ کړي دي. په دي برخه کي «لوڅ بدن سکنر» هم ګټه نه کوي.» .

لوڅ بدن سکنر هغه يو ماشين دي چي د انسان ټول بدن لوڅ ښکاره کوي. دغه ماشين له څه مودي را په دي خوا په ځينو هوايي ډګرونو کي په کار لويدلي دي. د دغه ماشين په واسطه که څه هم د انسان په بدن پوري تړل شوي شي ښکاره کيږي، خو که چيري د هغه د بدن په دننه کي څه خښ شوي وي يا په اصطاح «غرس» شوي وي، د هغه درک کيداي نه شي.

په امریکا د ترهګری پر ضد سرحدونه تر ټینګ کنترول لاندی دی
په امریکا د ترهګری پر ضد سرحدونه تر ټینګ کنترول لاندی دیانځور: AP

د متحده ايالاتو د کورني امنيت د چارو مشرو پيتر کينګ وايي: « مونږ بايد ترهګرو ته ښکاره کړو چي مونږ له هغو څخه يو قدم وړاندي يو. هغوي ته بايد اجازه ور نه کړو چي په داسي يوي حملي لاس پوري کړي.»

دا چي « بدني بم» يا د « ګيډي بم» څه ډول بايد وموندل شي، لا تراوسه يواځي پوښتنه ده. آيا د امينتي مامورينو په شمير کي بايد زياتوالي راشي او که هغه سپيان په کاذ واچول شي چي په بوي باندي چادونکي توکي پيژني. او که د د الوتکي هر مسافر د بدن بهر او دننه په ځانکړي وسايلو سره وپلټل شي. دي پوښتنو ته ځواب نه دي ورکړ شوي. خو يو څه ښکاره خبره ده ، هغه مسافرين چي امريکا متحده ايالاتو ته سفر کوي، بايد ټينګو او سختو پلټنو ته ځان چمتو کړي.

ځيني امريکايي کارپوهان بيا وايي چي د بدني بم د خطر په عنوانولو سره ډير زيات افراط شوي . ښايي داسي بمونه دومره چادونکي قوت ونه لري چي يوه الوتکه نسکوره کړي. کيداي شي چي هغه يواځي يو انسان چي تر هدف لاندي دي ووژني. خو د دي کار لپاره هم د «بدني بم» بريد کونکي بايد خپل هدف ته ځان ډير ور نژدي کړي.

زابينه ميولر/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي