1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واشنګتن او برلين تر منځ د تروريزم پرضد همکاري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو د وزيرپه نظر د اسامه بن لادن پرضد د متحده ايالاتوپه عملياتو کي لاس ته راغلي معلوماتي مواد د ترهګري - ضد مبارزه کي د آلمان په درد هم خوري. خو هغه د ترهګرو د غچ اخیستونکو حملو خبرداری هم ورکړ

https://p.dw.com/p/119cR
د آلمان د کورنیو چارو وزير هانس پیتر فریدریښ
د آلمان د کورنیو چارو وزير هانس پیتر فریدریښانځور: dapd

هانس پیترفريدريښ په واشنګتن کي د خپل سفر په پاي کي پرون وويل: « په دي کي هيڅ شک نه شته چي مونږ هم له دي موادو ګټه اخلو.»

د امريکايي خاصي کوماندو وروسته له هغي چي اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ اباد کي وواژه د هغه په کور کي يي ځيني مواد، لکه کمپيوتر، يو شمير سي ډي ګاني، عکسونه او نور داسي مواد ضبط کړل. دغه مواد اوس د متحده ايالاتو د استخباراتي اداري له خوا ترارزوني او پلټني لاندي نيول کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په واشنګتن کي د متحده ايالاتو له يو شمير لوړپوړو چارواکو سره وليدل، د هغو په جمله کي د کورني امنيت د ساتني له وزير، Janet Napolitano او د ترهګري کار پوهان هم شامل دي. دغه راز د متحده ايالاتو د عدليي له وزير، اريک هولدر سره هم نوموړي وليدل.

له نوموړو چارواکو سره فريدريښ په خپلو ليدنو کتنو کي د بن لادن د وژلو د موضوع سر بيره د «کمپويتري جرايمو»، د « ماشومانو له انځورونو څخه د جنسي تيرو د استفادي» پر جرايمو او د «اطلاعاتو د خوندي» پر مسايلو هم خبري وکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير د دغو ليدنوکتنو په پاي کي وويل چي امريکايي لوري له آلمان سره د پوره همکاري ژمنه وکړه. هغه په دي اړه د انترنتي امنيت د خوندي ساتني موضوع د دواړو هيوادونو لپاره يوه «ستره ننګونه» وګنله او زياته کړه چي هغوي په دي برخه کي د نړيوالو معيارونو د جوړولو لپاره سره همکاري کوي.

فريدريښ يادونه وکړه چي د اسامه بن لادن له مرګ څخه وروسته په امريکا کي خلک د يو ډول راحت احساس کوي، خو نه په بشپړه توګه، څرنګه چي بهرني نړي ته يي رپوټونه ورکول کيږي.

خو اسامه بن لادن له مرګ څخه وروسته د آلمان په شمول په بهر کي د امريکايي تأسيساتو د امنيت ساتنه تر بل هر وخت څخه اهميت پيدا کړي. که څه هم په برلين کي د متحده ايالاتو د سفارت په شا او خوا کي په امينتی اقداماتو کي کوم ستر بدلون نه ليدل کيږي، خو په پام کي دي چي په راتلونکي د هغه او نورو تأسيساتو امنيت نور هم پياوړي شي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، فريدريښ په آلمان کي د متحده ايالاتو د تأسيساتو د امنیت د خوندي ساتني په هکله وویل: «ډير کار پوهان ، په واشنګتن کي هم، په دي عقيده دي چي په لنډ مهال کي ښايي القاعده په يو لړ غچ اخيستونکو حملو لاس پوري کړي. که څه هم مونږ د داسي حملو نښه نښانه اوس نه وينو، خو د کارپوهانو دغه ډول خبرداري معقول دي. ښايي دلته يا هلته چيرته په حملي لاس پوري شي. خو اوس مشخصه او د ثبوت وړ نښه نښانه نه ليدله کيږي.»

از د المان صدراعظمي ، انګلا مرکل هم د تروريستي حملو په وړاندي د ويښ پاتي کيدو لپاره غږ وکړ. هغي وويل د نړيوال تروريزم خطر لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه تللي نه دي.

مرکل د امريکانو له خوا د بن لادن د وژلو څخه هرکلي وکړ. هغي وويل دي سړي پرته له وژلو او ورانولو بل کوم کار نه درلود.

مرکل وویل « هغه يعني بن لادن د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوله. خو هغه له خپل عمل سره په دي دين باندي ملنډي وهلي. دا د نړي د بل هر دين باندي هم ملڼدي وي. بن لادن غوښتل چي د انسانانو تر منځ د کرکی او نفرت تخم وکري. او مونږ دي ته اجازه نه ورکوله او نه به يي په راتلونکي کي ورکړو.»

د آلمان د صدارت د سرچيني له خولي ويل شوي دي چي مرکل ولس مشر اوباما ته ډاډ ورکړ چي د ترهګري پر ضد به وروسته له دي هم په ګډه مبارزه کوي.

آژانسونه/ کاترينا کرول/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر