1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټولو نوماندو وزیرانو د اعتماد رایې تر لاسه کړې

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

ولسي جرګې ته د حکومت له خوا ورپیژندل شوو نهو نوماندو وزيرانو ته د دوشنبې په ورځ د باور رایې ورکړل شوې. په دې ترڅ کې ټول نوماند وزیران وتوانیدل چې د ولسي جرگي د باور رایې تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/14FKm
انځور: AP

له دې سره نو له شاوخوا دوه کلونو وروسته د افغان حکومت کابینه بشپړه شوه. د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، بریالیو وزېرانو ته مبارکي وویله او په کارونو کې ئې ورته د لابري هیله وکړه. د ولسي جرګې له خوا په تائید شوو وزېرانو کې محمد اسماعيل خان، انجنير اميرزى سنګين، ثريا دليل، حسن بانو غضنفر، ډاکټر عبيدالله عبيد، ويس احمد برمک او داوود علي نجفي هغه کسان دي چې مخکې د ولسي جرگې له خوا رد شوي ول.

د افغانستان د ولسي جرگي د کورنیو دندو د اصولو له مخې هغه نوماند وزیران چې یو ځل د رایو په اخیستلو بریالي نه شي دویم وار هماغې وزارت خانې ته نه شي وړاندیز کیدای. خو د افغانستان ولسي جرگې د روانې اونۍ په پیل کې دغې مادې ته بدلون ورکړ. یو شمیر کارپوهان باور لري چې ولسي جرګه دې کار ته اړه کړای شوې ده چې د خپلو کورنیو دندو په اصولو کې بدلو راولي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد داکترفاروق بشر، دوچه ویله سره په یوه مرکه کې د ولسي جرگې پر یو شمیر وکیلانو د فساد تور ولگاوه او وویل چې وزیرانو ته د باور د رایو د ورکولو په بهیر کې اداري فساد موجود وو.

د ورپیژندل شوو وزېرانو په ډله کې محمد ویس برمک د ۲۱۲ رایو په تر لاسه کولو سره د کلو د پراختیا، نجیب الله اوژن د ۲۰۷ رایو په تر لاسه کولو سره د فواید عامه، حسن عبدالهي د ۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره د ښاري پراختیا، ډاکترثریا دلیل د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د عامې روغتیا، عبیدالله عبید د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د لوړو زده کړو، حسن بانو غضنفر د ۱۹۱ رایو په ترلاسه کولو سره د ښځو د چارو، امیرزی سنګین د ۱۸۴ رایو په ترلاسه کولو سره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، داوودعلي نجفي د ۱۷۹ رایو په ترلاسه کولو سره د ترانسپورت او هوايي چلند او اسماعیل خان د ۱۷۵ رایو په ترلاسه کولو سره د اوبو او بریښنا د وزېرانو په توګه وټاکل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصی، پر ولسي جرگې ټول لګیدلي تورونه رد کړل او ويویل چې وکیلانو په پوره ریښتینولي او د خپل مسئولیت له مخې خپله د باور رایه کارولې ده.

اسماعیل شاکر (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش