1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي ډيری وزيران بيا رد سول

۱۳۸۸ دی ۲۶, شنبه

د جمهورريس کرزي له خوا ولسي جرګي ته د17 وړاندي سوو وزيرانو د ډلي څخه يوازي 7 يې د باور رايي تر لاسه کړي. دا د کرزي لپاره چي غواړي په لندن کي د افغانستان تر کنفرانس پوري خپله کابينه بشپړه کړي، يو سخت ګذار ګڼل کيږي...

https://p.dw.com/p/LXWF
د افغانستان ولسی جرګه
د افغانستان ولسی جرګهانځور: DW

د افغانستان ولسي جرګي د جمهور رييس حامد کرزي د دوهمي پيشنهادي کابيني له نيمايي څخه زيات نوماند وزيران ونه ومنل.

خو يو ځل بيا ځينو مهمو مقامونو لکه د بهرنيو چارو، عدليي او اقتصادوزارتونو ته نومول شوو وزيرانو د ولسي جرګي د استازو د اعتماد رايي لاس ته راوړي.همدا راز د دري پيشنهاد شوو ښځينه کانديد وزيرانو څخه يواځي يوي، آمنی افضلي ته چي د کار او ټولنيز چار وزارت ته نومول شوي ده، د پارلمان د اعتماد راییه ورکړه.

د راييو ورکولو څخه وروسته ستره شخړه د استازو تر منځ په لومړي سر کي د 223 حاضرو استازو د ورکړ شوو راييو د فيصدي په هکله پيدا شوه.د ولسي جرګي د رييس محمد يونس قانوني په شمول، ډيري استازي نه پوهيدل چي په څه ډول د 223 راييو پنځوس فيصده جمع يو، رقم معلومي کړي.د ولسي جرګي استازي لودين وويل:«باید په دی په دی اړه پخوانی له پخوانی معمول څخه کار واخیستل شی».

عبدالرحمن اغلو يو پارلماني استازي وويل چي تاييدي نصاب يواځي له 113 راييو سره پوره کيداي شي، هغه څه چي ډيري استازو نه ور سره منله.د اختلاف نظر په لړ کي چي آيا 112 که 113 رايي د اعتماد د پوره کيدو نصاب وټاکل شي، يو پارلماني استازي ، چي يواځي په يوه نوم ، کوچي تر يادون وشو، په داسي حال کي چي په غونډه کي حضور درلود خپله راييه یی نه وه ورکړي.د کوچي له رايي سره د ټولو استازو چي نوماندانو وزيرانو ته يي خپلي رايي ورکړي شمیر 224 ته ورسيدي، په دي ترتيب دغه شخړه ايزه موضوع حل شوه.

د جمهوري کرزي له خوا ولسي جرګي ته د 17 وړاندي شوو وزيرانو څخه يواځي ۷ يي د اعتماد رايي تر لاسه کړي. د بهرنيو چارو وزارت ته د کرزي د امنيتي چارو پخواني مشاور، زلي رسول کانديد شوي ؤ چي په لومړي سر کي د اعتماد راييه ترلاسه کړه.

همدا راز د عدليي وزارت لپره نوماند، حبيب الله غالب وتوانيد چي د ولسي جرګي تاييدي لاس ته راوړي.پنځو نورو نوماندو وزيرانو چي له جرګي څخه يي د اعتماد راييه لاسه ته راوړي ده په لاندي ډول دي:

د اقتصاد نوماند وزير عبدالهادي ارغنديوال، د کليو او پراختيا نوماند وزير، جارالله منصوري، د حج او اوقاف نوماند وزير يوسف نيازي، د کار او ټولنيزو چارو، معلولينو او شهداوو نوماندي وزيري آمنه افضلي او د نشه يي توکو سره د مبارزي نوماند وزير ضرار احمد مقبل.

هغو نوماندو وزيرانو چي ونه شو کړاي د اعتماد رايي تر لاسه کړي په لاندي ډول دي:د تجارت نوماند وزير، ظاهر وحيد، د عامي روغتيا نوماندي وزيري ثريا دليل، د ښځو د چارو نوماندي وزيري پلوشه حسن، د لوړ زدکړو نوماند وزير محمد هاشم عصمت اللي، د ترانسپورت او هوانوري نوماند وزير انحنير عبدالرحمن اوراس، د فوايد عامي نوماند وزير انجنير بشير لعلي، د کډوالو د بيرته ستنديو نوماند وزير انجنير عبدالرحيم، د سرحداتو او قومونو نوماند وزير ارسلا جمال، د ښاري پراختيا نوماند وزير انجنير سلطان حسين حصاري، د مخابراتو او تکنولوژي نوماند وزير عبدالقدوس حميدي

د څه د پاسه نيمايي نوماند وزيرانو رديدل د کرزي لپاره چي غواړي په لندن کي د افغانستان تر کنفرانس پوري خپله کابينه بشپړه کړي، يو سخت ګذار ګڼل کيږي. د لندن کنفرانس دوه اوني وروسته دايريږي.

د زمري د مياشتي د جمهوري رياست په ټاکنو کي په جمهور رييس کرزي باندي د درغليو د تورنو څخه را په دي خوا، هغه په ملي اونړيواله سطح کي تر سخت فشار لاندي دي.نړيواله ټولنه له کرزي څخه غواړي چي په حکومت کي د اداري فساد او اختلاس پر ضد په ټينګه توګه مقابله وکړي.په دي غوښتنو کي دا هم شامله ده چي کرزي بايد هغه وزيران چي جرمي سابقي ونه لري، کابيني ته ونوموي.

د ولسي جرګي يو مشهور استازي، داؤد سلطان زوي وويل چي دا چي ډيري وزيران ونه توانيدل د اعتماد رايي راخپلي کړي، وجه يي دا ده چي ډيري کانديد وزيرانو د خپل ماموريت لپاره يو مشخص کاري پروګرام وړاندي نه شو کړاي.د حکومت يو وياند څو ورځي مخکي وويل چي جمهور رييس يو دريم لست لا مخکي تيار ځان سره ساتلي دي چي که چيري د ولسي جرګي له خوا وړاندي شوي نوماندان ونه منل شي، نو ډير ژر به نوي کسان معرفي کړي.

رويتر/ د آلمان خبري آژانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اچکزي