1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

د دوست-دښمن بریدونو په وروستۍ پېښه کې یوه افغان عسکر یو امریکایي جنرال وواژه. دغه پيښه د دې سبب کېدای شي چې د افغان امنیتي ځواک او نړیوالو روزونکو تر منځ د اعتماد فضا لا زیانمنه کړي.

https://p.dw.com/p/1CpZO
انځور: picture alliance/AP Photo

امریکایي جنرال هارلد جې گرین، د سه شنبې په ورځ په کابل کې په يوه پوځي اکاډمۍ کې ووژل شو. په دې پیښه کې چې یوه افغان عسکر پر بهرنیو روزونکو باندي فيرونه وکړل د يوه آلماني جنرال په گډون د ايساف نزدې ۱۵ عسکر ټپيان هم شول.

د دغه ۵۵ کلن جنرال مړینه کیدای شي چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت وروستۍ میاشتي او ان تر هغه وروسته بیا د بل روزنیز ماموریت پیلیدل تر اغېزې لاندي راولي. دا په داسي حال کې ده چې اوس نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په پای ته رسولو سره، د افغان امنیتي ځواک د روزني بهیر لا پسي گړندی کړي.

اوس مهال په افغانستان کې ټول ټال ۴۴۰۰۰ بهرني سرتیري میشته دي چې د پلان له مخي به د روان کال تر پایه پوري له دغه هیواد څخه ووځي او خپل ټول مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري. له بلي خوا بیا ویل شوي دي چې که کابل او واشنگټن په خپل منځ کې یو امنیتي ټړون لاسلیک کړي نو ناټو به په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې خپل نوی روزنیز ماموریت پیل کړي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به دوام وکي.

د دې له پاره چې افغان حکومت وکولای شي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم پر خپلو پښو باندي ولاړ پاته شي، دا ډیره مهمه ده چې دغه هیواد اغېزناک امنیتي ځواک ولري او د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکي.

د افغانستان د پوځ متقاعد جنرال هادي خالد، له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «کله چې امریکا متحده ایالات دغه شان یو جنرال له لاسه ورکوي، نو هغوی باید له خپلو افغان ملگرو سره همکاري بیا وارزوي خو په عین حال کې هغوی باید متعهد هم پاته شي.»

دغه جنرال زیاته کړې ده چې امریکا او متحدین یې کولای نه شي چې خپل کار نابشپړ پریږدي: «اوس نو د وتلو لار نه شته. هغوی [امریکا او متحدین یې] کولای نه شي چې هر څه نابشپړ پریږدي. خو دغه شان پیښي به بهرنیان دې ته اړ باسي چې لا ډیر احتیاط وکړي. هغوی به له افغانانو سره خپلي اړیکي محدودي کړي او د دې پر ځای چې پخپله سرتیري وروزي ښايي د افغان روزونکو پر روزنه باندي ډیر ټینگار وکړي.»

دغه افغان کارپوه په عین حال کې ټینگار کړی دی چې افغان امنیتي ځواک هم باید د دغه وضعیت په کنترولولو کې خپله ونډه ترسره کړي: «افغان پوځ باید دا خبره ثابته کړي چې هغوی د بهرنيانو د تلو له کبله رامنځ ته شوې خلا ډکولای شي. که څه هم هغوی په جگړه کې ډیري برياوي لري خو بیا هم باید خپل پوځي استخبارات قوي کړي چې د دغه شان پیښو مخه ونیسي.»

یوازې امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې ښپږ میلیارده ډالره پانگونه کړې ده. اوس افغانستان شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ کسيز امنیتي ځواک لري خو د پلان له مخې به د هغوی شمیر راکم شي. که څه هم د امنیتي ځواکونو په پرخه کې ډیره پانگونه شوې ده، خو بیا هم هغوی د تجهیزاتو او روزني له کمښت سره مخامخ دي.

افغان پولیس خپل اووه ملگري ووژل

د افغانستان په سویلي ولایت روزگان کې یوه پولیس خپل اووه تنه همکاران وژلي دي او بیا له خپلي پوستې څخه تښتېدلی دی. د دغه ولایت ویاند دوست محمد نایاب ویلي دي: «پېښه د سه شنبې په ماښام ترین کوټ ته نژدې رامنځ ته شوې ده چې په ترڅ کې یې یوه کس خپل همکاران وژلي او بیا په موټر کې یوه موټر له سيمي څخه تښتیدلی دی.»

دغه چارواکي ویلي دي چې برید کوونکي له طالبانو سره تماس لاره. په دې پیښه کې یو بل پولیس ټپي شوی هم دی.