پنتاگون: په کابل کي مو يو جنرال وژل سوی دی
۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۵) په کابل کي د يوې پوځي اکاډمۍ په انگړ کي يو امريکايي جنرال ووژل سو او يو آلمانی جنرال سخت ټپي سو.
بريد د يوه داسي کس له خوا چي د افغان ملي اردو يونيفورم يې اغوستی وو تر سره سوی دی. په يرغل کي پخپله بريد کوونکی هم وژل سوی دی او د ايساف ۱۵ تنه نور عسکر ټپيان سوي دي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کيربي، له «CNN» تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي وژل سوی امريکايي جنرال په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني پروگرام مشر وو.
د رسنيو د راپورونو له مخي دغه تورنجنرال هارولد گرېن نومېدی. د امريکا ABC تلويزيوني چينل ويلي دي چي دغه جنرال د روان کال له جنوري مياشتي راهيسي په افغانستان کي وو.
د کابل په قرغې سيمه کي د افسرانو د روزني په ملي اکاډمۍ کي د افغان ملي اردو په يونيفورم کي د ايساف او افغان لوړپوړو چارواکو پر هيئت باندي په داسي حال کي يرغل سوی دی، چي د اکاډمۍ له مشرانو سره په خبرو بوخت ول.
د امريکا د دفاع وزارت وياند ويلي دي: «موږ داسي گومان کوو چي دغه يرغل کوونکی به يو افغان عسکر وو.» خو هغه زياته کړې ده چي دغه پيښه بايد دقيق وڅېړله سي.
د ويټنام تر جگړې وروسته دا لومړی وار دی چي يو امریکايي جنرال د جگړې په سیمه کي وژل کيږي. داسي اټکل کيږي چي د دغه جنرال وژنه به د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ بې اعتمادي ډيره کي.
وژل سوی جنرال گرين، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر مياشتي تر ۱۱ نېټې راوروسته چي پر پنتاگون باندي د تښتول سوي الوتکي په بريد کي جنرال تيموتي جوزيف ووژل سو، لومړی لوړ پوړي امريکايي چارواکی دی چي وژل کيږي.
په افغانستان کي د آلمان پوځ (بونديسوير) چارواکو د معلوماتو له مخي په دغه پيښه کي د ټپي سوي يو ستوري آلماني جنرال روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دی. د آلمان د دفاع وزارت تر اوسه پوري د دغه بريد جنرال نوم افشا کړی نه دی. د آلمان د دفاع وزارت پنځه جنرالان په افغانستان کي ماموريت ترسره کوي.
دا د افغانستان په ۱۳ کلن ماموريت کي د آلمان دوهم جنرال دی چي په يوه يرغل کي ټپي کيږي. درې کاله دمخه آلمانی جنرال مارکوس کنايپ د افغانستان په شمال کي په يوه چاودنه کي ټپي سوی وو.
کرزی: دا بزديلانه يرغل وو
افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په سختو ټکو غندلی او ويلي يې دي چي دا د افغانستان د هغو دښمنانو يو بزدلاينه عمل بللی دی، چي نه غواړي د دغه هيواد پياوړي تاسيسات جوړ سي.
د افغانستان د دفاع وزارت دغه عمل «د افغان ملي اردو په يونيفورم کي د تروريستانو کار بللی دی.» خو وسله والو طالبانو چي د پيښي په اړه څه نه دي ويلي د سه شنبې په ورځ رسنيو ته په يوه لنډ لېږلي پيغام کي يرغل کوونکی يو «اتل» بللی دی.
په پيغام کي راغلي دي: «نن غرمه يوه افغان اتل خپله وسله د بهرنيو اشغال گرو پرضد وکاروله.»