د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
۱۳۹۰ مرداد ۲۴, دوشنبهد افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر محمد قربان حقجو نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي چي د وچکالۍ سره سره سږکال په صادراتو کې ډیر والی راغلې.
ښاغلي حقجو وویل : د تیرکال په لومړۍ ربع کې د صادراتو کچه ۵۲ میلیون ډالره وه چي د سږ کال په لومړی ربع کې بیا د صادراتو کچه ۱۳۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده .
د قربان حقجو پر وینا تیر کال په صادراتو کې د کموالي ستر لامل په ګاونډي هیواد پاکستان کې سیلابونه ؤ چي له امله یې د افغان سوداګرو ډېره اندازه میوي خرابې او له منځه لاړې .
دی زیاتوي چي سږکال له تازه میوو څخه د خټکیو ، انګورو ، زردالو او د طبیعي بوټو ترڅنګ د اوسپنې صادرات هم زیات شوي چي دغه توکي تر ډیره پاکستان او هندوستان ته صادریږي .
په همدې حال کې د میوو یو شمېر صادرونکي هم وايي چې سږکال د وچکالۍ سره سره، بیا هم د افغانستان د تازه میوو صادرات د تیرکال په پرتله زیات شوي دي .
په کابل کې د نجابت په نوم میوو صادرولو د شرکت مشر ، حاجي نجابت حیدري، وايي اوسمهال افغان سوداګر یواځې د پاکستان بازارونو ته لاره لري ، که چېرې ترانزیټي ستونزې نه وای نو ښايي دغه صادرات نور هم زیات شوي وای .
له بل لوري د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزي یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ستونزو یادونه وکړه او وي ویل لا هم د ا فغان سوداګرو ۹۰۰ کانتینرونه په پیښور کې بند پاتې دي او د پاکستان حکومت په راز راز پلمو دافغان سوداګرو دغو مالونو ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د ښاغلي الکوزي په خبره په اوس وخت کې په بازارونو کې د خوارکي توکو د بیو لوړیدو تر ټولو ستر لامل همدا په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو بندښت بللی شو .
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۳۸۷ لمرېز کال څخه تر ۱۳۹۰ لمرېز کال پورې په ټولېزه توګه د افغانستان په صادراتو کې ۳۳ سلنه کموالۍ راغلی .
افغانستان په نړۍ کې د مصرفي هېوادونو په کتار کې راځي ، خو له دغه هېواد څخه د وچو میوو او تازه میوو تر څنګ د لاسي صنایعو صادرات هم تر ډیره له ستونزو سره مله وي .
کابل/ اسماعیل شاکر
کتونکې: سید ریاض