1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احدي: د کراچۍ په بندر کي د افغان سوداګرو کنګل مالونه آزاد سول

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

د سوداګرۍ وزير انورالحق احدي په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د کراچۍ له بندر څخه د هغو مالونو د را پريښودو پر سر هوکړه سوې، چي له څو مياشتو را پدي خوا په بيلا بيلو دلايلو افغانستان ته له تلو را ګرځول سوي ول.

https://p.dw.com/p/RDbA
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انورالحق احديانځور: DW

افغانستان له پاکستان سره په کال کي يومليارد او څلور سوه مليونه امريکايي ډالره سوداګريزه راکړه ورکړه لري، چي دوه سوه مليونه يي افغاني صادرات جوړوي.

د کراچۍ په بندرکي له تيرو څو مياشتو راهيسي شاوخوا ۶۰۰۰ کانټيره هغه مالونه کنګل سوي ول چي افغانستان ته ليږدول کيدل.

انوار الحق احدي وايي چي د کانټينرونو لومړۍ جوپه څو ورځي دمخه د افغانستان په لور را خوځيدلې او هيله لري چي په دغه بندر کي افغان مالونه به د دريو اونيو په دننه کي په بشپړه توګه افغانستان ته راوړل سي.

« په تيرو څو ورځو کي شاوخوا ۵۸۶ کانټيرنه د افغانستان پر لور را روان سوي دي، د پاکستان له اورګاډو هم کار اخيستل کيږي. شاوخوا ۱۴۰ کانټينره بيا له دغه لاري افغانستان ته را روان سوي دي، موږ په ورځ کي له کراچۍ څخه د۴۰۰ کانټيرنونو د ليږدولو پلان لرو».

په دغو کانټيرنونوکي ډيری هغه توکي بار دي چي په افغانستان کي ورته عاجله اړتيا ليدل کيږي.

احدي وويل چي د کراچۍ په بندر کي د هغو مالونو ليږد ته لومړي توب ورکړل سوی، چي د کارولو موده يي په خطميدو او يا هم د خرابيدو وړ ول.

په دغو مالونو کي شيدې، هګۍ، غوښه او داسي نور توکي شامل دي.

همدا راز په دغه خبري غونډه کي د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خان جان الکوزي په کراچي کي د بندو کانټيرنونو څخه زيږدلي ستونزه د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت برخي ته لوی ګزار وبلی.

الکوزي وويل چي په ملک کي دننه يو شمېر فابريکې چي مالونه يې له مياشتو مياشتو راهيسي په کراچۍ بندر کي درول سوي ول له سقوط سره مخامخ سوي دي.

« تر اوسه پوري متاسفانه زموږ سوداګري او صنعت له خطر سره مخ دي، زموږ د فابريکو اوليه مواد له کمښت سره مخ دي، د بيلګي په توګه د کوکاکولا څلوېښت کانټينره قطۍ هلته بند دي.»

نوموړي وويل چي په سوداګررۍ کي د ايران اوپاکستان په تعهداتوباور نه لري ځکه هغوی ډير وختونه خپلي ژمني ماتي کړي دي.

دمګړی افغان او پاکستاني دولتونو د کراچۍ په بندر کي د ورته ستونزو د تکرار څخه د مخنيوي لپاره د يوې دوه اړخيزي کمېټې د جوړيدو خبرهم ورکوي.

دغه کميټه اپتيک نوميږي چي د افغاني سوداګرو د ستونزو د ليري کولو لپاره جوړه سوې او په هرو لسو ورځو کي به يو ځل غونډه کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل