1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان او آلماني دفاع وزیرانو سره ولیدل

مسعود جهش (نوامی کنراد)۱۳۹۲ آبان ۳, جمعه

د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي، د پنجشنبې په ورځ له خپل آلماني سیال توماس دیمزیر، سره په برلین کې ولیدل. هغوي هیله څرګنده کړه چې راروانه لویه جرګه به د کابل – واشنګټن تر منځ پر امنیتي تړون باندې پریکړه وکړي.

https://p.dw.com/p/1A5zU
انځور: picture-alliance/dpa

پلان شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د ناټو ټول جنګي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. که څه هم تر دې کال وروسته به ناټو په افغانستان کې په جنګي ماموریتونو کې ښکیل نه وي، خو د دې سازمان یو شمیر روزونکي به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ته دوام ورکړي. تر ۲۰۱۴ کال وروسته ناټو په افغانستان کې د «ثابت قدمه ملاتړ» تر نوم لاندې یو نوی روزنیرز ماموریت پیلوي. خو د دغه ماموریت پر وړاندې ځینې ستونزې پرتې دي. د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، د پنجشنبې په ورځ له خپل افغان سیال بسم الله محمدي، سره د لیدنې پر مهال د دغه ماموریت پر وړاندې د تر ټولو لویې ستونزې چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حقوقي وضعیت دی، په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو حقوقي وضعیت د هغوی حقونه او مکلفیتونه تعریفوي. په دې برخه کې تر ټولو مهمه موضوع له قانونی تعقیب څخه دغو سرتیرو مصونیت دی. د ناټو غړي هیوادونه غواړي چې افغانستان د هغوی سرتیرو ته قضايي مصونیت ورکړي، خو افغانستان دغه غوښتنه ردوي. تر هغه وروسته چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو برخه لیک مشخص شي، د ناټو نور غړي هیوادونه هم ښايي د افغانستان او امریکا تر منځ د ټاکل شویو شرایطو له مخې په افغانستان کې خپل سرتیري وساتي. له همدې کبله پر دغې اختلافی موضوع باندی یوی موافقې ته رسیدل په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د پیلیدو مهم پړاو دی.

د لویې جرګې پر پریکړې باندې اعتماد

داسې ښکاري چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د حقوقي وضعیت په اړه یو څه پرمختګ شوی وي. د آلمان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر وویل چې تر دې غونډې مخکې د ناټو د دفاع وزیرانو په دې اړه «ډیر شک» درلود. خو دیمیزیر روښانه کړه چې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته هغه ډیر خوشبینه دی چې افغانان به د امریکايي ځواکونو د قضایی مصونیت په اړه ډیر ژر پریکړه وکړي. د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي هم وویل چې لویه جرګه به د نومبر میاشتې تر نیمایي پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حقوقی وضعیت په هکله خپله پریکړه صادره کړي.

د دغې موضوع له تصویبیدو سره به امریکا متحده ایالت تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي اډې ولري. آلمان لا وختي تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې د خپلو ۶۰۰ او ۸۰۰ تر منځ سرتیرو د ساتلو خبره کړې ده. اوس په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ د نړیوالو سرتیرو د پاتې کیدو په اړه خبرې کیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې دندې به پر مخ بیایي.

پر ناټو باندې د کرزي د نیوکو ردول

بسم الله محمدي آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د ناټو د عملیات له کبله افغانستان ته رسیدلې زیانونه لږ وښيي. تر دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې د دغه سازمان ماموریت د افغانستان له پاره «دیرې وژنې او رنځ راوړی دی خو کومي پایلې نه لري» ځکه د ولسمشر کرزي په خبره په افغانستان کې اوس هم امنیت ټینګ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزیر وویل چې کرزي له خپلې دې نیوکې سره «داسې کوم هدف نه لاره». د محمدي په خبره په ځینو مواردو کې احساسات غلبه کوي خو هغه روښانه کړه چې په کابل کې د ناټو د ماموریت په اړه بل ډول فکر کیږي. محمدي له آلمان څخه مننه وکړه چې په ستختو وختونو کې یې هم له افغانانو سره مرسته کړې ده. دغه افغان چارواکي د هغو سرتیرو کورنیو ته تسلیت ووایه چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د آلمان د دفاع وزیر هم وویل: «موږ فکر کوو چې په افغانستان کې زموږ هرکلی کیږي [...] موږ یوازې په هغه صورت کې په افغانستان کې بریالیتوب ته رسیږو چې زموږ هرکلی وشي.»

محمدي د هغو کسانو څرګندونې رد کړي چې وايي افغان امنيتي ځواکونه نه شي کولای تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیت ټینګ کړي. هغه دې موضوع ته اشاره وکړه چې افغان امنیتي ځواکونو په تیرو شپږو میاشتو کې په یوازیتوب له افغانستان څخه دفاع کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب