1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني سرتیري له کندز څخه په بشپړ ډول ووتل

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبه

آلماني ځواکونه په کندز کې د یوې لسیزي ماموریت د تر سره کولو وروسته له دغه ولایت څخه په بشپړ ډول ووتل. دغه اقدام ته له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د راوتلو په ترڅ کې د یوه مهم گام په توگه کتل کیږي.

https://p.dw.com/p/1A2kp
انځور: picture alliance/empics

په کندز ولایت کې د آلماني ځواکونو د ځای پر ځای کیدو یوه لسیزه وروسته، آلماني پوځ د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۹مه) په دغه ولایت کې د خپل پوځي ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ.

په کندز کې د آلماني ځواکونو قوماندان هایکو ډیل، په مزار شریف کې د آلماني ځواکو عمومي مقر ته د رسیدو وروسته وویل: «موږ په بریا سره د [راوتلو] ماموریت بشپړ کړ.»

له کندز ولایت څخه د آلماني ځواکونو وتل، د ناټو په مشرۍ د افغانستان په شمال کې د ایساف د سیمه ییزو ځواکونو د قوماندان یورگ فولمېر، له لوري هم تائید شوي دي: «موږ ټول کولای شو په هغه څه وویاړو چې زموږ سرتیرو په کندز کې تر وروستۍ شیبې پورې تر سره کړل.»

د آلمان پوځ د کندز د پوځي اډې چارې د اکتوبر د میاشتې پر شپږمه نیټه افغان ځواکونو ته سپارلې وې، خو د لوژیستیکي چارو بشپړیدو یو څه دوام وکړ. آلماني ځواکونه د شنبې په سهار مزار شریف ته ورسیدل.

د ۱۱۹ موټرو کتار سره چې په کې پیاده جنگي نقلیه وسایط هم شامل وو، ۴۴۱ سرتیرو ۳۰۰ کیلومتره لاره په دوو شپو کې ووهله.

د اکتوبر د میاشتې پر شپږمه نیټه، افغاني ځواکونو ته د کندز د پوځې اډې د سپارلو په مراسمو کې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیز او د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم گډون کړی وو.

لا هم د ملاتړي نقش انتظار کیږي

له کندز څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو وروسته، په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو پوځي مقر په یوه لوی مقر باندې واوښت. له دې سره سره په بیړنیو حالاتو کې په کندز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ له پاره د ۳۰۰ آلماني سرتیرو ماموریت امکان لري. په دغه ځای کې په وروستیو میاشتو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

په کندز کې د آلمان د اردو ماموریت پوره لس کاله دوام وکړ. دغه ولایت ته لومړني آلماني سرتیري د ۲۰۰۳م کال د اکتوبر د میاشتې پر ۲۵مه نیټه وررسیدلي وو. په کندز ولایت او د هغې په گاونډي ولایت بغلان کې د آلماني سرتیرو حضور د نورو سیمو په پرتله د دغه ځواکونو له پاره خطرناک او له مرگ ژوبلې سره مل وو.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې ۳۸۰۰ آلماني سرتیري حضور لري. په افغانستان کې د آلماني ځواکونو شمیر په ځانگړو شرایطو کې ۵۳۵۰ سرتیرو ته رسیدلی وو. یو وخت په کندز ولایت کې د آلماني سرتیرو شمیر ۱۴۲۰ تنه وو.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې وروسته آلمان د ایساف د ماموریت په چوکاټ کې ډیر سرتیري په دنده گمارلي دي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه په افغانستان کې د دغه ځواکونو جنگي ماموریت پاې ته ورسیږي او په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو روزنیز او مشورتي ماموریت ته لاره هواره شي.