د اسلامي حکومټ ترهگرې ډلې نوې ویدیو خپره کړې
۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبهد اسلامي حکومت ترهگرې ډلې د جمعې په ورځ یوه ویدیو خپره کړه چې په کې د یوه بریتانیايي تبعه الن هیننیگ، د سر پر کولو جریان ښوول کیږي.
خبري آژانسونو او د سایت استخباراتي ډلې ویلي دي چې دغه ویدیو د «امریکا او د هغه ملگرو له پاره بل پیغام» تر عنوان لاندې خپره شوې ده. په ویدیو کې بریتانیایي برمته شوی وگړی خپل ځان معرفي کوي او خپل هیواد ته یو پیغام رسوي.
د سایت استخباراتي ډلې په حواله هیننگ په ویدیو کې وایي: «زموږ د پارلمان د هغې پریکړې له کبله چې پر اسلامي حکومت برید وکړي، زه د بریتانیا د یوه تبعه په توگه، اوس باید د دې پریکړې بیه ورکړم.»
د اسوشیتد پریس خبري آژانس ویلي دي چې په ویدیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسشر بارک اوباما، ته هم یو پیغام ورکړل شوی دی. یو یاغي چې پر مخ باندې یې ماسک اچولی دی په خپرې شوې ویدیو کې وایي: «اوباما، تا پر [سوریې] باندې خپل هوایي بمبارۍ پیل کړې دي، چې زموږ پر خلکو باندې لگیږي. نو له همدې کبله دا سمه خبره ده چې موږ ستا د خلکو پر غاړو برید وکړو.»
دغه خبري آژانس همداراز زیاته کړې ده چې ویدیو د یوه بل برمته نیول شوي کس په ښوولو پای ته رسیږي چې ویل کیږي امریکایي دی.
څلورمه وژنه
د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، د ویدیو د خپریدو پر وړاندې په لومړني غبرگون کې، هغه د اسلامي حکومت نومې ترهگرې ډلې د ظلم بل ثبوت بللی دی.
د کمرون له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د [اسلامي حکومت] له خوا د الن هیننگ ظالمانه وژنه ښيي چې دغه ترهگر څومره وحشي او ویروونکي دي.»
کمرون ټینگار کړی دی چې د «مسوول کسانو د موندلو او عدالت ته د هغوی د راوستلو له پاره به» په خپل توان کې هر څه ترسره کړي.
په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم د هیننگ وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې له خپلو متحدینو سره به عدالت ته د مسوولو کسانو د راوړلو له پاره کار وکړي.
تر دې مخکې د اسلامي حکومت ترهگرې ډلې د درو نورو بهرنیو سرونه هم په ورته ویدیو گانو کې پرې کړي وو. لا تر اوسه پورې د وروستۍ خپرې شوې ویدیو اصلیت په رسمي توگه نه دی تایید شوی خو ویل کیږي چې هغه پخوانیو خپرو شویو ویدیوگانو ته ورته ده.