1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې کردي ملېشې روزنه تر لاسه کوي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ مهر ۱۰, پنجشنبه

کابو له یوې اوونۍ راهیسې د عراق له شمال څخه راغلي کردي ملېشې د آلمان په بایرن ایالت کې د آلماني وسلو د استعمال تمرین کوي. د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیرلاین د دغه تمریناتو د وضعیت په هکله معلومات تر لاسه کړل.

https://p.dw.com/p/1DOu3
انځور: Reuters/Wolfgang Rattay

د عراق له شمال څخه راغلي ۳۲ پیشمرگي جنگیالي به د رواني میلادي اوونۍ تر پایه د بایرن ایالت په همل بورگ، کې د توپچي په برخه کې زده کړي وکړي. په دغه ځای کې دوی پر نورو سربیره د «میلان» په نوم ټانک ضد توغندیو په برخه کې روزنه ویني. عراق ته تر ستنیدو وروسته به دوی دغه زده کړې نورو جنگیالیو ته وروښيي.

د آلمان حکومت پیشمرگانو ته د اسلامي دولت ډلي سره د مبارزې له پاره ۵۰۰ «میلان» ډوله توغندي، ۱۶۰۰۰ توپکونه او نور زیات مهمات په اختیار کې ورکړي دي. په ټوله کې آلمان غواړي لس زره کردي جنگیالي مجهز کړي.

د عراق په شمال کې روزنیز ماموریت

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین د پنجشنبې په ورځ د دغو کردي جنگیالیو چې په بایرن ایالت کې روزل کيږي د پوځي تمریناتو په هکله معلومات تر لاسه کړل. څه موده دمخه اورزلا فون دیر لاین د عراق شمال ته سفر کړی وو او غوښتل یې چې هلته د یوه روزنیز ماموریت پرانستنه وکړي.

خو د دغه ماموریت پیلول وځنډول شول، ځکه چې د عراق شمال ته د شپږو آلماني سرتیرو او یوه روغتیا پال ورتگ د څو ورځیني خنډ سره مخامخ شوی وو. هغوی په یوې آلمانۍ ترانسپورتي الوتکه «ترانزل» کې د خرابۍ د رامنځ ته کیدو له پاره باید خپله الوتکه بدله کړې وای او له دې کبله څو ورځې په بلغاریا کې تم شول.

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر د عراق شمال ته سفر کړی

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر گېرد مولر د عراق شمال ته سفر کړی دی. د کډوالو ډراماتیک او مخ پر زیاتیدونکي شمیر ته په کتو سره مولر غواړي چې د آلماني مرستو څخه د استفادې په هکله معلومات تر لاسه کړي.

د آلمان د پرمختیايي چارو وزارت د معلوماتو له مخې پر دې سربیره د عراقي او سوریایي کډوالو کمپونو ته د گیرد مولر سفر هم په پام کې نیول شوی دی. د چهارشنبې په ورځ د عراق په شمال کې د کردانو مرکز اربیل ته د سفر کولو د مخه مولر د سیمي له پاره د لا ډیرو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.

د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر، گېرد مولر
د آلمان د پرمختیایي چارو وزیر، گېرد مولرانځور: picture-alliance/dpa

هغه په خپلو خبرو کې ویلي ول: «د اسلامي دولت ډلې له ویرې او همداشان د سوریې له کورنۍ جگړۍ څخه تر دوو میلیونو زیاتو انسانان له سوریې او عراق څخه تيښتې ته مجبوره شوي دي او د کردانو په خودمختاره سیمه کې یې پنا اخیستې ده.»

مولر په خپلو څرگندونو کې یادونه کړې ده چې نړیواله ټولنه باید د کردانو سیمه ییز حکومت اوس یوازې پرې نه ږدي: «اوس د ژمي موسم راروان دی او دا د کډوالو په سیمو کې د انسانانو له پاره د یوه اضافي ستونزي په معنی ده. هغوی اوس زموږ مرستې ته اړتیا لري.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر د خپلو څرگندونو له مخې آلمان په سوریې، عراق او گاونډیو هیوادونو کې د کډوالو له پاره مرسته لسو میلیونو یورو ته لوړه کړې ده.

د آلمان د حکومتي کړیو په حواله د ۲۰۱۲م کال راهیسې د آلمان فدرالي جمهوریت په سوریې او عراق او همداشان له دغه ځایونو څخه نورو گاونډیو هیوادونو ته د کډه شوو کډوالو له پاره مجموعا ۶۶۰ میلیونه یورو په ارزښت مرسته کړې ده.